جمعه, مې 3, 2024
Home+دا ۵ خواړه مو د مخ پوستکی تازه ساتي

دا ۵ خواړه مو د مخ پوستکی تازه ساتي

لیکواله: ډاکتر خیاتي روپاني
ژباړه: مینه احمد

غوزان (چارمغز )

د لوږې د تشې د ډکولو سربیره، اغوز د پوستکې د ښکلا یو پټ راز هم دی.

غوذان د اومیګا۳ omega-3 غوړ اسید لري چې پر پوستکې ښکلی رطوبت پریږدي، او ورسره مله مغزي مواد ستاسو پوستکي ته ځلا ورکوي او د زیانمنو برخو رغیدلو کې کومک کوي. زموږ پوستکی هره ورځ د چاپیریال ککړتیا له اغیزو زیانمنیږي نو چارمغز دا زیانونه تر ډیره راکمولی شي.

مستې

مستي په کافي اندازه پروتین، کلسیم، ویټامینونه او پروبایټکونه لري. نو دې کې هیڅ شک نه شته چې ستاسو دننه وجود ته ګټه لري. خو دا ستاسو د پوست یا جلد په ځلولو کې هم حیرانونکی رول لرلی شي.

مستې د فلزاتو له پلوه هم غني دي او د التهاب ضد مواد لري چې ستاسو پر جلد د دانوکیو او بخارونو له کبله راپیدا شوی پړسوب او سوروالی له منځه وړي.

مستو کې شته کلسیم بیا د وچ پوستکي سره مرسته کوي. د پوست له نوې کیدو سره هم کومک کوي. په مستو کې شته ویټامین بي (B) مرسته کوي چې پوستکی مو ځلیدونکی او تازه و اوسي.

په ټولیزه توګه مستې ستاسو له پوستکې څخه زهري مواد پاکوي او تازه یې ساتي.

انار

انار ددې تر څنګ چې ستاسو د وجود دفاعي ځواک پیاوړی کوي. پر پوستکې مو بیا د عمر د تیریدو اغیزې کموي . د انارو شربت ( جوس) د تیز لمر او یا عمر د تیریدو له کبله زیانمن شوي پوستکي په رغولو او یا د نښو او اغیزو په کمولو کې ډیره ښه مرسته کولی شي.

دولمه یا رنګه غټ مرچ

رنګه غټ (دُلمه) مرچک په ډيره اندازه انټي اکسیډانونه(antioxidant ) لري، دا د عمر د تیریدو نښې راکموي او د مخ د کونځو په کمولو کې ښه اغیز کوي.

انټي اکسیدانونه د هغو عناصرو ضد هم کار ورکوي چې ستاسو د پوستکي حجرې زیانمنوي او مرسته درسره کوي چې یو نرم او ښکلی پوستکی ولرئ.

د لمرګلی تخم

د لمرګلي تخم په ډیره اندازه ویټامین اي ( E) لري. دا ویټامین ستاسو د پوستکی حجرې له زیانمنیدو ساتي او د روغ پوست او حجرو په وده او جوړیدو کې ډيره مرسته کوي. په منظمه توګه د لمرګلي د تخم خوراک ستاسو پوستکي ته ځلا او تازه ګي ورکوي.

دا پوستکي ته د رسیدونکو ځینو مضرو وړانګو ضد مبارزه کې هم رول لري او پوستکی تازه او ښکلی ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب