شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+دود کلتور او کمپیوټرپوهنه

دود کلتور او کمپیوټرپوهنه

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هنري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

اوولسمه برخه

دود کلتور او کمپیوټرپوهنه

کمپیوټري ټکنالوژي په لومړي ځل عامه شعور ته په ۱۹۵۰ کلونو کې د جنګمهاله ENIAC کمپیوټر او د لومړنیو تجارتي ماشینونو مثلاً Univac له جوړېدو سره راغله. که څه هم جګړو د عصري ټکنالوژۍ (په تېره اټومي ځواک) یوازې ړنګوونکي اړخونه ښودلي وو، خو تجارتي او دولتي رهبرانو ډېر ژر د ټکنالوژي ګټور او مثبت اړخونه هم را مخې ته کړل. د اټومي انرژۍ مدافعینو چې په څه ډول دې ته ژمن وو چې داسې ځواک به رامنځته کوي چې سپک، ارزانه او پاک به وي، کمپیوټرونه یا «ستر مغز»  بیا په دې خاطر مشهوره شول، چې د هغو ستونزو د حل وړتیا یې وښودله، چې د انسان تر وسه پورته وو. 

بدمرغه ماشینونه

کمپیوټرونو هم پر دود شعور باندې تیاره سیوری غوړولی وو. مین فریم کمپیوټرونو ته چې هیښوونکي ځلانده څراغونه او د سپینو جامو پروګرام لیکونکي یا راهبان يې درلودل، هغسې چې په (Colossus: The Forbin Project, 1970) فلم کې ښودل شوي، ډېری وختونه د «لېوني ساینسپوه» د عصري تجسم په سترګه کتل کېدل. په دغه فلم کې ښودل شوي، چې امریکايي او روسي سوپر کمپیوټرونه په نړۍ باندې د واکمنۍ لپاره خپل پوځونه له یو بل سره ملګري کوي. په 2001: A Space Odyssey  فلم (نشر نېټه: ۱۹۶۸) کې بیا مصنوعي ځیرکتیا په انسانیت غلبه مومي.

په داخلي برخه کې هم مین فریم کمپیوټر په بیوروکراتیک دولت او تجارتي مفاداتو پورې اړوند د بدمرغیو سمبول وګرځېده. په عشقي او طنزیه فلم Desk Set کې کاترین هیبرن د کتابتون د مسؤلې په ډول انځور شوې. په لومړیو کې داسې ښکاري چې دغه فلم هم په کمپیوټرونو پورې تړلی ډار تاییدوي، خو په حقیقت کې دا کار د دې لپاره شوی وي چې دا وښيي چې د کمپیوټرونو په باره کې یو ورانپوهاوی عام شوی او کمپیوټرونه د ټولو لپاره یو خوشاله راتلونکی جوړولی شي. (تصادفاً، د فلم ډېری تخنیکي ملاتړ هم آی بي ایم شرکت کړی.)

د ۱۹۶۰ کلونو عکس العملي کلتور بیا د ډیجیټل راتلونکي په هکله د پخواني کلتور په پرتله ډېر زیات مثبت او هیله بښونکی نه وو. د مدني فعالانو څو نسلونو ته خو چې پیل يې په ۱۹۶۴ کې د بیان ازادۍ په غورځنګ وشو، کمپیوټرونه د جګړه ییز صنعت وسایل وو؛ او بعضي وختونه به د کمپیوټري سرچینو پرخلاف لاریونونه هم جوړېدل او ان فزیکي بریدونه به پرې ترسره کېدل.  

بل خوا، د کمپیوټرونو د ملاتړ کلتور هم مخ په وده وو او مدني فعالانو دې ماشینونو ته د ټولنیز انسجام او افهام و تفهیم لپاره د یوې وسیلې په سترګه کتل پیل کړل؛ مثلاً په ۱۹۷۳ کال کې د «کمیونټي میموري» په نوم کمپیوټر جوړ شو. کمیونیټي میموري لومړنی کمپیوټر وو چې داخلي بورډ يې درلوده او د ټیلي ټایپ ټرمینلونو په مټ استعمالېده.

شخصي کېدل

د۱۹۷۰ کلونو تر وروستیو وختونو پورې شخصي کمپیوټرونه هم را رسېدلي وو او بل خوا شخصي کمپیوټر د مین فریم کمپیوټرونو له کلیشې سره هم سر نه خوړ. اخر، ډسکټاپ کمپیوټرونه کوچني ماشینونه وو او داسې ډیزاین شوي وو چې په ورځني ژوند او کار کې د مرستیالانو په توګه د لاسرسي وړ وي. خو لا هم شخصي کمپیوټرونو د دې وړتیا نه لرله چې له شبکې سره وصل او د دې لپاره وکارول شي چې د پېنټاګون د درنو وسلو کنټرول په خپل لاس کې واخلي، هغسې چې په War Games, 1983)) فلم کې ښودل شوي. په ۱۹۹۰ کلونو کې چې دې وېرې لا زیاته عملي جنبه ونیوله چې یو ضرري او مجرم هیکر څه کارونه کولی شي، نو د (The Net) او (Sneaker) په څېر فلمونو د جاسوسي – وحشتناکو فلمونو وېره هم له عالي ټکنالوژیو سره غوټه کړه. په پای کې، د فلمونو یوې لړۍ چې پیل یې په (The Matrix) فلم وشو، د غیر واقعي فلمي افکټونو او د راتلونکې پېړۍ د ګیمونو پر بنسټ قیاس وکړ او دا پوښتنه یې را پورته کړه چې زموږ جمعي واقعیت هم ممکن یوه ستره کمپیوټري شبیه سازي وي. 

بل لور ته، د کمپیوټري «ګرو» یا «مجنون» څېره د فلمونو او ټلویزوني خپرونو تلپاتې کرکټرونه وګرځېدل، چې ځیرک او له ټولنیز پلوه خو ناراسته وي؛ مګر د معاصرې نړۍ د څرخ په تاوولو کې بې ساری رول لوبولی شي. د  ځینو په دید، د سلیکان ویلي (Silicon Valley) او انټرنټ د تجارتي کامیابي له برکته بیل ګیټس او همکاران یې د هغې تابلو برخه شول چې یوه پېړۍ دمخه تامس ایډیسن او هنري فورډ پکې لیدل کېدل.

د کلچر ډیجیټل کول 

د نوې پېړۍ پاڼه چې واوښته، نو هغه نټورک چې یو مهال د هیکرانو او جاسوسانو د مورچل په توګه ښودل کېده، په یوه ټول نفوذه نړیوال جال (World Wide Web) بدل شو. نن ورځ کمپیوټرونه او انټرنټ یوازې د امریکا پخوانی کلچر نه را غبرګوي، بلکې په ډېر رغنده ډول دغه کلتور ته له سره جوړښت او بڼه ورکوي. کمپیوټري ګیمونه (په تېره انلاین ګیمونه) د MySpace او Facebook ایپونو په څېر په لویو او مستقلو ټولنیزو نړیو بدل شوي. 

اوس چې پخوانۍ میډیا او د انځورونو سریع اشتراک او بیاجوړونه سره یو ځای شوي، نو ډیجیټل نړۍ په اصلي کلچر کې نفوذ کړی او یا ویلی شو چې، پخپله کلتور ډیجیټل شوی دی. په همدې ترڅ کې  د حقیقت او افسانې، د پنځګر او نندارچي، د کارپوه او اماتور ترمنځ کرښه ورو په ورو خپل روڼوالی له لاسه ورکوي.

اضافي لوستونه

1- Fishwick, Marshall William. Probing Popular Culture: On and Off the Internet. Binghamton, N.Y.: Haworth Press, 2004.

2- Friedman, Ted. Electric Dreams: Computers in American Culture. New York: NYU Press, 2005.

3- King, Brad, and John Borland. Dungeons and Dreamers: The Rise of Computer Game Culture from Geek to Chic. Emeryville, Calif.: McGraw-Hill/Osborne, 2003.

4-“Machines (and more) in Movies, Books and Music.” Berkshire Publishing Group. Available online. URL: http://www.berkshirepublishing.com/HumanComputerInteractionAndPopCulture/list.asp. Accessed August 17, 2007.

5- Nelson, Theodore H. Computer Lib/Dream Machines: You Can and Must Understand Computers Now. Chicago: Nelson, 1974. (Expanded, reprinted by Microsoft Press, 1987). 

6- Polsson, Ken. “Personal Computer References in Pop Culture.”Available online. URL: http://www.islandnet.com/~kpolsson/comppop/. Accessed August 17, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب