یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیې د ط-انو د جدي پوځي او اقتصادي ستونزو خبر ورکړ

روسیې د ط-انو د جدي پوځي او اقتصادي ستونزو خبر ورکړ

تاند( چار شنبه ، د اسد ۲۶ مه) د طالبانو يوه نیږدې متحد روسیې د دوی د جدي پوځي او اقتصادي ستونزو خبر ورکړی.

د روسیې د دفاع وزير سرگئی شویگو، د مسکو د نړیوال امنیت په غونډه کې ویلي،چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتو وروسته د منځنۍ اسيا وضعیت ډېر متشنج شوی.

نوموړي د طالبانو د ستونزو د حل په اړه کومه مشخصه ژمنه او غوښتنه نه ده په ډاګه کړې،خو ويلي چې د منځنۍ اسيا ستونزې د دغې سیمې د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په همغږۍ حلیدای شي.

طالبانو د روسيې د دفاع وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو منتقدین له اقتصادي او پوځي ننګونو وراخوا په نورو دلايلو هم د دوی د واکمنۍ عمر ډېر لنډ اټکلوي،خو طالبان د اوږدې او ټينګې واکمنۍ ادعا کوي.

2 COMMENTS

  1. طالبانو وطن گتلی او د دوی د زوال خوبونه ژر مه وینی، مفت عسکر په توله دنیا نشی پیدا کولای بدون له افغانستانه هغه هم اسلامی نظام کی !
    روس دی خپله زان ته پام وکری چی بشریت کی یی ناورینونه زیژولی .

  2. دا به لږه بې انصافي وي چې ووايو چې دوی وطن په زور ګټلی.
    باجوه (پاکستان) دا ځل امريکا ته سينه ډبولې وه او ژمنه يې کړې وه چې تاسې افغانستان موږ ته خوشې کړئ. موږ پوهيږو او کولی شو چې څنګه طالبان او مخالفين يې سره څنګه يوځای کولی شو، نو هماغه وو چې امريکا روغ نظام د خليلزاد او باجوه په لمسون ورته ونړولو او واک ته دوی د پاکستان وامريکا په ګډ توافق ورسول شول.
    د افغانستان د جهاد داستان
    کرنيل امام
    د طالبانو اسلامي امارت
    افغان جهاد او ۳۵ مثالي ځوانان
    امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي، خو دا پاکستان وو چې هر څه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو، نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې. هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. ((د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی))، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هرڅه زمونږ له لاسه ووځي.
    پاملرنه
    د کرنيل امام دا خبره چې ((د شوروي په خلاف جګړه کې بايد موږ ته زموږ حق راکړی شوی وی)) څنګه توجيه کوئ؟
    او بيا د ضياءالحق د وخت د هغه د بهرنيو چارو د وزير اغا شاهي خبره چې ضياءالحق په دريو ټکو له امريکا سره تړون لاسليک کړی وو چې :
    يو دا چې وسله به لاس افغان مجاهدينو ته وېشل کيږي.
    دويم دا چې وسله به زموږ په خوښه ورکول کيږي چې چا ته يې ورکوو او چا ته نه.
    درېيم دا چې کله روسان وځي، نو افغانستان به موږ ته راپرېښوول کيږي. موږ پوی شه او دوی چې څنګه يې اداره کړو؟
    درېيم دا چې ايا اوباما منلې نه وه چې ((موږ به بيا افغانستان ته شا نه اړوو))، خو بيا يې واړوله او هغه دا چې پاکستان وتوانيد چې امريکا قانع او واک د خپلو هغو پخوانيو تړونونو له مخې ځانته انتقال او د خپلې خوښې خلک بيا په افغانستان کې واک ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب