یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: دوحې تړون نه وروسته امریکایانو ۲زره ط-ان ووژل،خو موږ یو...

انس حقاني: دوحې تړون نه وروسته امریکایانو ۲زره ط-ان ووژل،خو موږ یو برید هم ورباندې ونه کړ

تاند( چار شنبه ، د اسد ۲۶ مه) د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی انس حقاني پر امريکا متحده ايالاتو تور لګوي،چې دوی سره ېې د دوحې د سولې تړون له لاسلیک څخه وروسته په سلګونه ځله دغه تړون نقض کړی.

نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل،چې امریکا له طالبانو سره د جګړې ختمولو له هوکړې سره-سره افغانستان نه د سرتېرو د ويستو د پړاو تر بشپړولو نیږدې زر ځلې یاد شوی تړون نقض کړ.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د امریکا له لوري د دوحې د سولې تړون د نقض په سلسله کې د طالبانو شاوخوا ۲ زره تنه ووژل شول.

انس حقاني زياتوي،چې له دې سره بیا هم طالبانو د دوحې د سولې تړون په اساس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د خوندي وتو زمینه مساعده او یو ځل هم کوم برید پرې ونه کړ.

د انس حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې پر طالبانو د دوی منتقدینو له امریکا سره د پټو معاملو تورونه لګولي او امریکا سره ېې د سولې تړون له لاسلیک او جګړې ختمیدو وروسته د جمهوري نظام تر پایه پورې د افغان ځواکونو خلاف د جګړې او د ټولنې د مختلفو مشهورو څېرو د هدفي وژنو د شدت له کبله توندې نيوکې کړي.

3 COMMENTS

  1. ښه شوه چې له خپلې مو منښته وکړه.
    کاشکې چې دا هر څه مو پخپله خوښه کړی وای. د پاکستان د فشار له امله له خپلو دوه زره طالبي ملګرو تېر او پر بدل کې مو د پاکستان او خليلزاد په لمسون پر خپلو خلکو جګړې ته زور ورکړ.
    ايا دا انصاف دی؟
    ستاسې واک ته پر سر رسولو خو پاکستان (باجوه) امريکا ته ټټر وهلی وو. يو ځل يې د مجاهدينو او دا ځل يې بيا ستاسې پر مټو د افغانستان اردو ړنګه او پوځي وسايل پاکستان تر ګوتو کړل. ايا تاسې ګټه کړې که تاوان؟
    اوس خو مخکښ سناتور ګراهام بيا پر امريکا د بل احتمالي بريد خبر ورکړی چې سرچينه به يې افغانستان وي.
    ستاسې دوست او کوربه هېواد خو بيا دوه اډې امريکا ته په واک کې ورکړي چې دا ځل به درباندې بله کومه معامله کوي؟

  2. ټالبانو د امریکا د بریدونو په مقابل کې خپل هېوادوال ، د وطن ساتونکي ، د هېواد روشنفکران او دیني عالمان ووژل او د پنجابي عمران او باجوه د خوشحالۍ لپاره یې ټولو جنګي جرایمو ته غاړه کېښودله .

  3. دا ځکه چې تاسې ته يی د حکومت پستې چوکۍ درکولې او وعده يی درکړې وه چې بیامو په قدرت راولي. پخپله اعتراف کوی چې دهغوی په مقابل کې مو جنګ نه کاوه که څه هم افغانان يی وژل، خو له بلې خوا په خپلو چشسپکیو بمونو او ځان وژنو مو هره ورځ په سلګونو خپل افغان ورونه په ډیره بې رحمانه توګه قتلول…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب