سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ایراني او طالب پوله ساتو ترمنځ په نښته کې یو ایرانی...

د ایراني او طالب پوله ساتو ترمنځ په نښته کې یو ایرانی سرتېری وژل شوی

تاند(چهارشنبه، د اسد ۱۹ مه) ایراني رسنۍ وايي چې د افغان طالب ځواکونو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د اسلام کلا – تایباد ترمنځ په ګډه پوله کې نښته شوې ده.

د ایران د برنا خبري اژانس د راپور له مخې، نښته وروسته له دې پیل شوه چې طالب ځواکونو د ایران د ګزمې پر یوه موټر ډزې وکړې او په نتیجه کې یې یو ایرانی پوله ساتی ووژل شو.

دا په یوه اوونۍ کې د طالب او ایراني پوله ساتو ترمنځ دوهمه نښته ده. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د نیمروز ولایت او د ایران د سیستان – بلوچستان ولایت د هیرمند ولسوالۍ ترمنځ په نښته کې لږترلږه یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی و.

خو له بلې خوا فراس خبري اژانس د ایران د خراسان رضوي ولایت د مرستیال والي سید هادي طباطبايي په قول ویلي چې د افغانستان او ایران د پوله ساتو ترمنځ نښته نه ده شوې او د دې ډول خبرونو د خپرېدا هدف د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو خرابول دي.

ده همداراز ویلي چې د اسد په نهمه یوه نښته شوې وه خو له هغې پرته کومه شخړه نه ده پېښه شوې.

طالبانو او د ایران حکومت په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ځلونو د ایراني او طالب پوله ساتو ترمنځ نښتې شوي او ایراني چارواکو ویلي چې دا نښتې له نړیوالو سرحدي قوانینو سره د طالبانو د نه بلدتیا له کبله کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب