سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د نجونو د ښوونځيو تړل دیني اړخ لري

مجاهد: د نجونو د ښوونځيو تړل دیني اړخ لري

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله ‏مجاهد له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ادعا کړې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل دیني اړخ لري.

د نوموړي په وينا، په دې اړه د علماوو ترمنځ د نظر یووالي ته اړتیا ده.

مجاهد په ورته وخت کې د ايمن الظواهري د وژل کیدو په اړه ويلي،چې دوی یې په اړه څېړنې پیل کړي.

طالب وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې د دوی له لوري د ښوونځيو د تړل کیدو په غبرګون کې په ځلونو د افغانستان زرګونه دیني عالمانو د یادو ښوونځيو د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

مجاهد نه دي ويلي،چې د علماوو کومه ټولنه او جريان چېرته او کله د ښځينه ښوونځيو د تړلو غوښتنه کړې او په دې اړه ېې اختلاف ښودلی.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې د ښوونځیو د تړلو ملامتي د طالبانو د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په ګډون د دوی د لوی کندهار پر شورا اچول شوې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي بيا د ښوونځيو تړل د پاکستان کار ګڼلی او د طالبانو ځینو سرچینو د طالبانو د لوېې پکتيا ډله (حقاني شبکه) په دې پریکړه کې دخیله بللې ده.

عام افغانان،چې د ښوونځيو په تړل کیدو سخت غوسه دي، له طالبانو غواړي چې د نجونو د تړل کیدو پلمې ختمې او ژر یې تروړل شوي حقونه بېرته ورکړي.

4 COMMENTS

  1. د ای ایس ايی د شریعت له مخی چی د هیرا منډۍ چوکیدارانو او مړوسیانو په افغانستان کی نافذ کړی دی د نجونو ښوونځی پرانستل مطلق حرام او د هیرا منډۍ ګټو ته ستر زیان رسول دی.

    د ارګ ددروغو امارتی تریشل زیبولا مجاهل ځرګندونې باید د افغانانو ټول هغه ټول شکونه لری کړی که په سر کی یو خورد ماغزه ولری او که په سترګو او غوږونه يی د وحشت او تور جهالت پردی نه وی راوختی.
    اوس نو باید افغانان د خپل برخلیک په هکله پریکړه وکړی چی د غلامۍ او ذلت ژوند د هیرا منډۍ د نوکرانو او مړوسیانو دزورواکۍ لاندی تیرول غواړی او که ددې ذلت او رسوایۍ نه د خلاصون لپاره ددې وحشت او تور جهالت چی د هیرا منډۍ د ګټو خوندی کولو لپاره افغانستان د تیارو او بربادۍ کندو ته اچوی د نابودۍ لپاره یو لاس کیږی.

  2. وحشی قدیانی قاتل او ددرواغو مجاهد او دده نور خیټورو وحشیانو ږیرو د بادارانو په قومانده افغان ملت له هری خوا زندانی کړۍ دی او اوس هڅی کوی چی قدیانی پرپړو باندی اسلام هم بدنام کړی دا چټل خوګان غواړی چی د خپل د وحشیتوب سره میرمنی په تام شکل سره د اسلامی او انسانی حقوقو څخه محرومی کړی ، ای افغانانو متحد راپورته شۍ او افغان ملت ددی وحشیانو څخه باید نجات پیدا کړی او ددوی بادارانو همه شمول حکومت هلی ځلی باید کاملآ نکامی او افغانان په خپلو مټو یو ملی افغانی حکومت رامینځ ته کړی !!!!!!

  3. خبره خو دا ده چی چی زبیهولا مجایید کټ مټ عمران خان غوندی د لندن په کازینو او شرابخانو کی تر ستړی کېدو وروسته د لندن په استخباراتی مرکزونو کی د ” اسلام ” د نوم سره آشنا سویدئ او غواړی زموږ په وطن کی انګریزی اسلام ( د ګوډ مُلا او سقاؤ د زوی ) اسلام پلئ کړی خو دې پوښتنی ته به د جواب توان ونلری چی:
    ” ولی د ښځینه پوهنتون د ( پرانیستو ) دروازو دوام دینی دلیل لری خو تر شپږم پورته د ښځینه ښوونځۍ (بندی )دروازې دینی دلیل لری؟ “.

  4. د ښځو له تحصیل او کار سره د اسلام مقدس دین هېڅ تضاد او مخالفت نه لري . اسلام یو پراخه او وسیع دین دی . د انسانانو د ژوند ټولو برخو ته پکې توجه شوېده . دا د جاهلو او احمقو کسانو فکر دی چې ښځې د ژوند د مختلفو حقوقو نه بې برخې کوي. په قرآن شریف او د حضرت محمد ص په مبارکو احادیثو کې داسې کوم واضیح امر او نهی نشته چې ښځې د تحصیل نه کوي ، کار د نه کوي ، د ټولنې په مختلفو برخو کې د برخه نه اخلي .
    که د مجاهل مور او ښځه ناروغه شي ، دی مجبور دی هغه د پنجاب نارینه ډاکتر باندې معاینه کړي . د هغه مور ، لور او خور به هم مطلقې بېسواده او د خدای او رسول له احکامو بې خبره وي .
    د ټالبانو متوفی مور – بې نظیر بهوتو د خپل هېواد صدراعظمه وه . د بنګلدیش صدراعظمه شیخ حسینه واجد یوه معروفه مسلمانه وه .
    د اسلام د مقدس دین یوه زیاته برخه احکام او احادیث د بي بي عایشې رض عنهما له خوا مونږ ته را رسېدلي دي .
    البته په نوره نړۍ کې ښځې د انساني ټولنې نیمه برخه تشکیلوي . د آلمان پخوانۍ صدراعظمه انګلا میرکل نژدي دوه لسیزې خپل هېواد ترټولو ښه رهبري کړ. د انګلستان ملکه اوس هم د نړۍ پرنیمایی هېوادونو مجازي حاکمیت لري . د فنلند ، نوی زیلاند ، کرویشیا او سویدن د دولتونو مشرانې ښځې دي . د وزیرانو شمېر یې سلګونو ته رسیږي .
    والسلام علی من اتبع الهدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب