یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامريکايي سناتورانو زرګونه افغانانو ته د تابعيت ورکولو ملاتړ وکړ

امريکايي سناتورانو زرګونه افغانانو ته د تابعيت ورکولو ملاتړ وکړ

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د امریکا د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو دواړو ګوندونو ګڼو سناتورانو د هغې لایحې ملاتړ کړی،چې امریکا ته د ورغلو زرګونه افغانانو لپاره د تابعيت ورکولو غوښتنه پکې شوې ده.

په دې طرحه کې د ځانګړي مهاجرت SIV له لارې پر ورغلو کسانو سربېره د هغو افغانانو لپاره د امريکا د تابعيت د سند ورکولو غوښتنه شوې،چې د امریکايي ځواکونو تر څنګ يې د کومانډو او هوايي ځواک په لیکو کې دندې ترسره کړي او اوس په امريکا متحده ايالاتو د کې دي.

ياده طرحه تر اوسه نهايي شوې نه ده او نور جزییات یې نه دي تر لاسه شوي.

په افغانستان کې د نظام له سقوط سره، نیږدې یو کال راهیسې څه باندې ۱۰۰ زره افغانان د تخلیې بهير او نورو کيسونو له لارې امريکا متحده ايالاتو ته تللي دي.

1 COMMENT

  1. هی د خرې زامنو څه وخت به انسانیت زدکوۍ ! دا یې لاره نده چې پښې سپکې کړه او وطن پریږده !! تاسې باید ژوند زدکړۍ او هغه انسانان چانوارۍ کړۍ چې ددېموکراتي ، انسانیت او حقوقیت خلاف کارونه کوي ! همداسې مذهبي لیونیان د حورو او غلمانو غوښتونکي ژر تر ژره هغې نړۍ ته ولېږۍ او مردار یې کړۍ !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب