سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د جمهوريت په سقوط کې د خلیلزاد، عبدالله او سياستوالو...

ولسمشر غني د جمهوريت په سقوط کې د خلیلزاد، عبدالله او سياستوالو په رول غږیدلی

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۹ مه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري نظام د سقوط د لومړۍ کلیزې په مناسبت لومړنۍ تلويزوني مرکه کې د نظام د سقوط، د طالبانو د حاکمې ادارې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه غږیدلی.

دا مرکه چې پوره جریان ېې د افغانستان په وخت نن ماښام خپريږي، ولسمشر غني پکې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په اړه د افغان سیاستوالو د لیکې او دريځونو په وېشلو تورن کړی.

هغه دغه راز د خپل حکومت په شریکوال او مخالف عبدالله عبدالله هم توندې نيوکې کړي او د طالبانو په اړه ېې هم توند دريځ ښودلی.

ښاغلي غني طالبان د افغانستان د ملي یووالي په له منځه وړلو تورن کړي او ويلي،چې مشر ېې ملا هبت الله پر خپلو لیکو پوره حاکمیت نه لري.

 ياده مرکه د افغانستان مشهور ژورناليست ډاکټر داود جنبش کړې، چی ډېرو خلکو ېې د ژر خپريدو هیله مندي ښودلې ده.

2 COMMENTS

  1. په نورو هیوادو کی د سیاسی مشرانو خاطراتو او مرکو ته ډیر اهمیت ورکول کیږی، دا د تاریخ لیکوالو لپاره خام مواد او د عموم ملت لپاره د تعمق او عبرت اخیستو اخځ ګرځی، خو خدای خبر چې دپرله پسې بحرانونو او ناتارونو له امله به زموږ لالهاند ملت له دې ډول مرکو او خاطراتو دا دوه ډوله استفاده وکولای شی. ډیره پخوانی خاطره د مارشان شاولیخان وه چې(یاداشت های من)ترعنوان لاندی څلویښتمو کلو کی خپره شوه، ورپسی د افغانستان د نامتو صدراعظم موسی شفیق مرکی او بیا د مهاجرت دوره کی د صمد حامد او عزیز نعیم او دی پسې ذ مشرمجروح، بهاالدین مجروح مرکی دی ، د بی بی سی له خوا د ظاهر طنین دنویمو کلونو پرله پسې راډیویی برنامه هم لوی ماخذ دی د ارغنداوی پروګرامونه د زده کړی او عبرت او تاریخی ماخذ حیثیت لری سیاسی خاطرات ډیر لږ لرو. هیله ده دغه ډول موادو ته په کم نظر ونه کتل شی بلکه سیاسی او اجتماعی ارزښت یی په پام کی ونیسو، اشخاص مهم ندی، پېښې او د پېښو تسلسل او عوامل موندل مهم دی. درناوی

    • پوهاند صاحب بیلکل خو له ملی اشخا صو دا نور خاین ، وطن پلرونکی ،بی ایمانه وباسه داکړکیچ دهمدی مردارو له لاسه رامنځ ته شو.شپه که تیاره ده مڼې به شمار دی
      ظاهرطنین درې اړخیزه پرازیت: د نادریی لیسې له نهم ټولګی تر بی بی سی پورې دکمونیزم له کودکستان څخه د امپریالیزم په شیطان خانې ننوت بیا څوکاله دملګرو ملتو چی اصلا ملګری نه دی دربانی اداری لخوا د دایمی استازی په توګه وتاکل شو .طنین چې دکابل پوهنتون کې دسازمان مشر وه اودطب پوهنځی یی به پيرو پای ته ورسوله د استاد خلیلی له لاری یی دغه لاره ومونده چې دبی بی سی په انګړ کې ژورنالیست شی ځکه داستاد خلیلی مشر ځوی مسعود خلیلی هم ستر پرچمی وه چې دربانی په وخت کې په هندوستان کې دافغانستان سفیر شو اوس خبردغنی دی خو وګوری ددې بل چپی شهرت په څه کې دی؟
      ياده مرکه د افغانستان« مشهور ژورناليست »!ډاکټر« داود جنبش» ؟کړې، چی ډېرو خلکو ېې د ژر خپريدو هیله مندي ښودلې ده.یک تیر ودو فاخته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب