Homeخبرونهکابل ته د پاکستاني ملایانو سفر؛ TTP: پاکستان شريعت نه مني، جهاد...

کابل ته د پاکستاني ملایانو سفر؛ TTP: پاکستان شريعت نه مني، جهاد ته پکې دوام ورکوو

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) ‏‏کابل ته د پاکستاني ملایانو له سفر سره هم مهاله، د پاکستاني ملایانو د سفر نوي جزييات په ډاګه شوي.

دغه پلاوی، چې مشري ېې مفتي تقي عثماني کوي، له څو ورځو راهيسې په کابل کې دی.

د یاد شوي پلاوي د بوختياوو رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، خو پرون د طالبانو چارواکو له خپل رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره په ارګ کې د دغه پلاوي د ليدنې خبر ورکړ.

طالبانو د مفتي عثماني په حواله ویلي، چې هغه او ملګری پلاوی یې لا پخوا کابل ته راتلل، خو د ملا حسن اخند د بوختياوو له کبله ېې سفر ځنډولی و.

په ورته وخت کې ويل کيږي، چې دغه پلاوي د پاکستان د پوځ ځينې پيغامونه راوړي څو په کابل کې يې د پاکستان د تحريک طالبان وسله والې ډلې مشرانو سره شریک کړي.

د پلاوي مشر مفتي تقي عثماني ظاهرا په دې دليل، چې طالبانو په خپله اعلاميه کې د ملا حسن اخند د بوختياوو له کبله د پاکستاني ملایانو د سفر ځنډیدو يادونه کړې ویلي:«کابل ته د مشورو او ستونزو د حل لپاره بلل شوی یم.د رسنیو هغه خبره ناسمه ده چې زه ګنې د ټي ټي پي د مذاکراتو لپاره راغلی يم.»

په ورته وخت کې د پاکستان تحریک طالبان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مفتي عثماني سره ېې د سولې په اړه خپله اته مخيزه طرحه شریکه کړې ده.

ټي ټي پي وايي مشرانو ېې مفتي عثماني ته ويلي، چې جګړه ورباندې تپل شوې او له دې کبله چې د پاکستان مشران په غلطه لاره روان دي، پر ضد یې جهاد واجب دی.

پاکستاني طالبانو ټينګار کړی، چې د پاکستان مشران د شریعت په لاره نه ځي او خپل اساسي قانون ېې پر خلکو تپلی، ځکه خو جهاد یې باید پر ضد وشي.

د پاکستان رسمي ادارو او په کابل کې د طالبانو ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...