چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+بغلان ادبي بهیر «د اغزیو ګرېوان» کتاب مخکتنه ترسره کړه

بغلان ادبي بهیر «د اغزیو ګرېوان» کتاب مخکتنه ترسره کړه

پنجشنبه د سرطان ۳۰ مه ۱۴۰۱ل
بغلان ادبي بهیر چې له تېرو دیارلسو کلونو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې فعالیت لري، نن یې د چاپ شوي اثر د لنډو کیسو ټولګې « د اغزیو ګرېوان » مخکتنه د درنو علماو، د پوهنتون استادانو او د لسګونه فرهنګي ځوانانو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره کړه.
« د اغزیو ګرېوان » اثر د عبدالوهاب مومند د لنډو کیسو ټولګه ده چې د کره کتنې حقوق یې بغلان ادبي بهیر  پورې اړوندېږي، چې مخکتنه یې ترسره شوه.
د مخکتنې په پیل کې عبدالمبین صافي د غونډې ټولو برخه والو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره د بغلان ادبي بهیر پر چټک فعالیت او فرهنګي بې پرې کارونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه ادبي بهیر به لا قلموال ځوانان وروزي.
د مرکزي بغلان متنفذ سپین ږیری (انجینیر صاحب زلمي ظهیر) د ځوانانو د وخت په ارزښت باندې خبرې وکړې او پر ده یې ټینګار وکړ، چې ځوانان دې د کتاب لوست سره ځان عادت کړي.
استاد عبدالکریم حکیمي د اغزیو ګرېوان پر کتاب ګټوره او هر اړخیزه سپړنه وکړه او د خپلو خبرو په لړ کې یې وویل، چې یاد کتاب د ټولنې پر واقعیتونو ولاړ اثر دی چې د ځوانانو په ذهني رغوونه کې لا مفید تمامېږي.
عبدالوهاب مومند چې د (اغزیو ګرېوان) لیکوال دی، په خپلو خبرو کې وویل چې ددې ټولګې نوم هغه داستاني عبارت دی چې د کتاب له ټولو لنډو کیسو سره مستقیمه اړیکه لري. د یوه افغان غږ، غربت، پردېسي، زده کړه، ناسم شرایط، ناوړه رواج  او نور… هغه موضوعات دي چې د دې اثر محتوا پر راڅرخي.
له تخار ولایت څخه راغلی مېلمه او د افغانستان د ځوانانو شبکې رییس (احسان الله عمران) وویل چې هیله لرم په راتلونکو کې مومند صیب (د ګلونو ګرېوان) تر نامه لاندې هم اثر ولري او د افغاني ټولنې هیله منې صحنې یې پکې خوندي کړي وي، همدارنګه عمران صاحب! د ځوانانو شبکې له لوري ۱۵ ټوکه بېلابېل کتابونه د بغلان ادبي بهیر کتابتون سره مرسته وکړه.
ددې ترڅنګ له کابل څخه اکسوس کتابپلورنځي هم د مخکتنې په غونډه کې د ډالۍ په ډول د بهیر یاد کتابتون ته ۵۰ جلده کتابونه رالېږلي وو.
د بغلان د اطلاعاتو فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د بغلان ادبي بهیر د غړي دغه هڅه وستایله او د یاد بهیر دولس کلن ادبي او فرهنګي فعالیت ته یې د بغلان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست له لوري ستاینلیک ډالۍ کړ، هاشمي صاحب د خبرو په لړ کې یادونه وکړه چې دا ځلي به مرکزي بغلان ته د یو عامه کتابتون د پرانېستلو هڅه کوي.
 مصطفی هاشمي له لیکوالانو وغوښتل چې د ټولنې د اړتیا مطابق دې د واقعیتونو پر پوله داستانونه ولیکي چې د هر ډول بې عدالتیو، جبر، استبداد، تیري او د هر کفري ښکېلاک ظلمونه دې په ازادانه او نېغه توګه وغندي څو راتلونکی نسل ترې خبر او د خپلو مشرانو په اتلولیو ویاړ وکړي.
له کندز څخه راغلي لیکوال او د پردیس کلتوري او فرهنګي ټولنې مشر محمد اسلم رشیدي خوښي څرګنده کړه چې د هېواد په دې نازکو او حساسو شرایطو کې هم د بغلان ادبي بهیر غړي د کتابونو لیکلو په هڅه کې دي او پښتو ادب ته کار کوي چې دا د ویاړ ځای دی او پکار ده چې فرهنګیان د  ورته همت په زیاتولو سره د فرهنګي ناستو جوړولو او د کتابونو لیکلو او چاپ ته دوام ورکړي.
د غونډې په دوام کې استاد سردار ګل قانع، استاد جمعه خان توخي، معلم وردک، مفتي ذهیر، سیاف زاخېلوال هم د یاد کتاب اړوند خبرې وکړې او قاري شېرعلي لیکڼ خپل خوږ ترنم ګډونوالو ته واوروه.
غونډه د بغلان ملي راډیو ټلویزیون امر مولوي صاحب سمیع الله یاسر نعماني په دعایې سره پای ته ورسېده.
درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی