شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهصادق خان: پاکستان به د افغانستان په اړه د ازبکستان په نړيوال...

صادق خان: پاکستان به د افغانستان په اړه د ازبکستان په نړيوال کنفرانس کې برخه واخلي

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) ‏ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، چې هېواد ېې په ازبکستان کې د افغانستان په اړه په جوړيدونکي نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.

د هغه په وينا، په دې اړه یې نن په اسلام اباد کې د ازبکستان له سفیر عارف عثمانوف سره خبرې کړي دي.

 صادق خان په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«د افغانستان په اړه د تاشکند د نړیوال کنفراس، امنیت او اقتصادي بدلونونو په هلکه په پاکستان کې د ازبکستان له سفیر ښاغلي عارف عثمانوف سره ګټوره ناسته ترسره شوه. پاکستان به په هغه کنفرانس کې چې د جولای له ۲۵ تر ۲۷ ترسره کېږي، ګډون وکړي.»

ټاکل شوې په دې ناسته کې تر ۲۰ د زیاتو هېوادونو پلاوي ګډون وکړي.

ازبکستان دا هم ویلي، چې په دې کنفرانس کې د طالبانو پلاوي هم د ګډون ډاډ ورکړی.

د دې کنفرانس مشخصه اجنډا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

په وروستيو کې د افغانستان له خاورې څو ځلې د ازبکستان پر خاورې د بريدونو خبر ورکړل شوی، چې ځينې وخت ېې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب