جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه پغمان کې د يوې کورنۍ۷ غړي وژل شوي

په پغمان کې د يوې کورنۍ۷ غړي وژل شوي

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) ‏ د کابل پغمان ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي.

د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ دا پېښه تاييد کړې او ویلي، چې تېره شپه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

ويل شوي، چې دغه کسان په خپل موټر کې د کور پر لور روان وو، چې ووژل شول.‎

‏پرون د افغانستان د سلفي عالمانو د شورا رييس شیخ سردار ولي ثاقب هم په کابل کې ناڅرګندو کسانو وواژه.

د هغه د وژلو پړه يو شمېر خلکو پر طالبانو اچولې، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې نوموړي دوی سره بیعت کړی و او دوی نه دی وژلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...