شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد ط-انو کورنيو چارو وزارت: شېخ سردار ولي داعشیانو زموږ د ملاتړ...

د ط-انو کورنيو چارو وزارت: شېخ سردار ولي داعشیانو زموږ د ملاتړ په سر حلال شوی

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۲۳ ) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور تور پورې کړی، چې د افغانستان د سلفي عالمانو د شورا مشر شیخ سردار ولي ثاقب د داعش ډلې له لوري وژل شوی دی.

د ده په وينا، نوموړی چې په کوم کور کې اوسيده کور يې يواځې محدودو نيږدې خپلوانو او خاصو متعلقینو ته معلوم و.

د ټکور د معلوماتو له مخې، شېخ سردار ولي خپل ماشومان د اختر په ورځو کې خپلې خسرګنۍ ته استولي او دی تنها په کور کې اوسيده .

طالب وياند د نوموړي د خپلوانو په حواله ويلي، چې د شېخ سردار ولي وژونکی د مېلمه په بڼه د هغه کور ته راغلی او له حلالولو وروسته ېې بیرته تللی.

طالب وياند زياتوي، چې شيخ سردار ولي څه موده وړاندې له شيخ احمد شاه سره په يو ګډ بيان کې په مساجدو او معابدو کې که هغه د هر چا مربوط وي چاودنې او بريدونه حرام ګڼلې او ترڅنګ يې د طالبانو د کلک اطاعت توصیه کړې وه.

طالبانو د نوموړي د وژلو ملامتي پر داعش ډلې اچولې او ويلي، چې د داعش بندیانو ورته منلې چې د داعش ډلې له لوري د شېخ سردار ولي د وژلو پريکړه شوې وه.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

شیخ سردار ولي ثاقب پرون په کابل کې ناڅرګندو کسانو وژلی دی.

نوموړی د جلال اباد ښار په زړه تالاشۍ چوک کې د ګمرک د زاړه جومات امام و.

هغه په دې جومات او نورو سیمو کې مدرسې او زرګونه زده کوونکي لرل، چې د سلفي نظريې په اساس يې روزل.

شیخ سردار ولي د حنفي مذهب له سرسختو منتقدینو ګڼل کیده او مذهبي تفرقو ته په لمن وهلو هم تورن و.

د‌ دوی سلفي نظريه چې په وهابيت هم مشهوره ده، په نظرياتي لحاظ داعش سره يو شان ګڼل کیږي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د سلفي ملايانو او مقتديانو خلاف ډېر اقدامات وشول او په خاص ډول ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ادعا کیږي، چې طالبانو دغې نظريې سره د تړاو په تور لسګونه تنه له دې کبله ووژل، چې ګواکې داعشیان دي او يا دغې ډلې ته خلک روزي.

د سلفي نظريې يو شمېر کسانو په مختلفو ځایونو کې طالب مشرانو سره وهم لیدل او د انديښنو د رفع کولو ډاډ یې ورکړ.

سلفي مشران سره له دې ، چې په ښکاره څه نه وايي خو يوې سرچينې ېې تاند ته وويل، چې د شېخ سردار ولي په ګډون ګڼ نور مشران او لارویان یې طالبانو وژلي.

د دوی په وينا، له دې کبله د دوی سلګونه هم فکرانو افغانستان هم پريښی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب