یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ملايانو غونډه ؛ متقي د نرمښت پیغامونه په قطر...

کابل کې د ملايانو غونډه ؛ متقي د نرمښت پیغامونه په قطر کې امريکايي پلاوي سره شریکوي

تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه )‌‏‏ د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي نن د دوی د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته روان شوی.

دا په داسې حال کې ده ، چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه خبر کې ویلي ، چې امريکا د افغانستان د کنګل کړې بانکي زېرمې د خلاصولو په یوې طرحې کار کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي ، چې قطر ته د متقي په مشرۍ ورغلی پلاوی به د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو له ځانګړي استازي ټام ويسټ او د امریکا د مالیې وزارت له استازو سره وویني.

سرچېنې د لیدنې هدف نه دی روښانه کړی.

يوې باوري سرچينې تاند ته وويل ، چې امريکا او طالبانو د پردې ترشا مذاکراتو کې هوکړه کړې ، چې طالبان به د ملايانو په رابللې لویه غونډه کې د نړيوالو د ځینو غوښتنو په اړه نرمښت څرګندوي.

د سرچينې د معلوماتو په اساس ، په پام کې ده چې طالبان له امریکا سره د نړیوالو د غوښتنو په اړه خپل ځینې پټ توافقات د ملايانو په لویه غونډه کې تایید او توجيه کړي.

د نجونو د ښوونځيو او د ښځو د دندو بیرته پیل ، په حکومتي جوړښت کې ټول شمول والی یا حد اقل د ځينو نورو سياسي ډلو شاملول او ځینې نور موارد کیدای شي د پټو هوکړو عمده برخې وي.

سرچينه زياتوي ، چې د طالبانو د دې نرمښت په بدل کې به امريکا د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمه په تدریجي ډول له کنګل څخه باسي او د طالبانو په اړه به خپلو دريځونو کې نرمي راولي.

يو شمېر شنونکي بيا فکر کوي ، چې طالبان د روسیې ، چین او امریکا ترمنځ د لوبیدو په سخت ازمېښت کې دي او ورته ګرانه به شي ، چې د دغو متخاصمو لوریو ترمنځ په اړيکو کې توازن وساتي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی او په تاجيکستان کې ېې د دغه هېواد له طالب ضد ولسمشر سره د لیدنې پر مهال طالبانو سره د روسیې د اړیکو د هڅو خبر ورکړی.

پوتین هم شرط ایښی ، چې طالبان به د افغانستان ټولو قومونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب