Homeخبرونهرباني: علماء دې د‌ پټو سترګو د بيعت پر ځای په دې...

رباني: علماء دې د‌ پټو سترګو د بيعت پر ځای په دې اړه د واضح دريځ شرعي مکلفيت ادا کړي

تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه )‌‏‏ د جميعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني په یوه پیغام کې د طالبانو له لوري د ملايانو د سبانۍ غونډې له ګډونوالو څخه خپلې غوښتنې په ډاګه کړي.

نوموړي ويلي ، چې یاده غونډه طالبانو په سمبوليکه ، فرمايشي او د وار د مخه اجنډا سره بللې، څو دوی سره په زوره له ملایانو بیعت واخلي او خپلې نا مشروع واکمنۍ ته مشروعيت پیدا کړي.

صلاح الدين رباني د غونډې له ګډونوالو ملایانو غوښتي ، چې د شریعت له مخې د شورا بنیادي اصول ، په دې برخه کې د عدالت او د غونډې د ګډونوالو شرعي مسؤلیت په پام کې ونيسي او په صراحت سره خپل دریځ په ډاګه کړي.

د جميعت ګوند مشر ټینګار کوي ، چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره خلک بايد په خپل برخليک ټاکلو کې مستقیم او شفاف رول لرلو ته پربیښول شي ، ټاکنې وشي او د ده په خبره د‌ سبانۍ غونډې په شان پر غولونکو غونډو نه باید ځان یا نړۍ تېر ويستل شي.

د طالبانو له لوري د ملايانو لویه غونډه سبا په داسې حال کې جوړیږي ، چې تر دې مخکې هم ځینو ډلو لکه: د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې، د کریم خلیلي په مشرۍ حزب وحدت او ګڼو افغان شخصیتونو او فعالانو مخالفت ورسره کړی.

طالبانو ویلي ، چې دا غونډه يې د علماوو په غوښتنه را غوښتې ، چې د هېواد له ټولو سیمو پکې علماء او قومي مشرانو برخه اخيستې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا په لاسليک یو خپور شوی مکتوب څرګندوي ، چې د دغې غونډې د جوړېدو د چارو مشري د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر کوي.

ملا برادر نن د لوېې جرګې په خېمه کې د دغې غونډې له سیمې لیدنه هم کړې ده.

ويل کيږي ، چې د طالبانو ادعا شوی لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې د مرګ و ژوند په اړه ېې ډېرې ضد و نقیضې ادعاوې کیږي) په دې غونډه کې برخه اخلي.

طالبانو د دغې غونډې اجنډا نه ده روښانه کړې ، خو منتقدین ېې وايي چې په غونډه کې به د طالبانو ملایان د دوی له « امیرالمؤمنین » سره د نورو افغانانو په « استازیتوب » «بیعت » وکړي.

ګومان کېږي ، چې تر درې زرو پورې ملایان به یاده غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان د مختلفو نورو قشرونو خلکو په دغه غونډه نیوکې کړي ، چې انحصاري ده او طالبان ورسره عملآ څرګندوي ، چې د نورو قشرونو د انحلال په تکل کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...