تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه ) د افغانستان د نجات حرکت مشر ډاکټر عمر زاخېلوال ، چې د جمهوري نظام له محدودو طالب پلوو پاتې شونو سیاستوالو څخه دی ، په لومړي ځل د طالبانو د يوه لوړپوړي مقام سره د خپلې لیدنې عکس او جزییات خپاره کړل.
نوموړي د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د خپاره کړي تصویر لاندې لیکلي ، چې نوموړي سره په کتنه کې يې د هیواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او راتلونکي یو هیله بخښونکي، آزاد تفصیلی بحث درلود.
عمر زاخېلوال لیکي:« د سیاسي ثبات، اقتصادي پراختیا، هوساینې او ملي یووالي او اعتمادسازۍ د ټینګښت په موخه د شته فرصتونو څخه د استفادې او راتلونکې ته د هیله مندیو د غښتلي کولو لپاره په سترو ملي او نظام اړوند مسایلو کې د پراخه ملي تفاهم، مشورو او ونډه اخیستنې، او همدارنګه د نجونو او خویندو د تعلیم او کار په اړه د عملي ډاډ او د هغو اقداماتو چې نړیوال رسمیت پیژندې ته لار همواروي پر ارزښت او اړینتیا نقد او نظریات شریک کړل.»
نوموړی زیاتوي:« ژمنه مو وکړه چې د هیواد او نظام د علیا ښیګڼو لپاره به د مشورو، نظریاتو او اصلاحي تنقیدي تحلیلونو د بحث لړۍ ته دوام ورکړو.»
ډاکټر زاخيلوال د خپلو هیله مندیو په اړه خلکو ته نور جزییات نه دي ورکړي.
نوموړی او د ولسمشر غني ځینې نور منتقدین په دې نقد کیږي ، چې په نا څرګندو علتونو ېې په پرله پسې ډول د طالبانو د مثبت بدلون او نرمښت په اړه لابي ګري او تبلیغات کول ، په داسې حال کې چې د ځینو خلکو په باور طالبانو او افراطیت کې ېې کمښت نه دی راغلی او لابي ګران ېې د کړنو په مسوولیت کې شریک دي.
د یادونې وړ ده ، چې ډاکټر عمر زاخېلوال د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د ماليې وزير ، د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال په اقتصادي چارو کې د نوموړي ځانګړی استازی او دغه راز په پاکستان کې د افغانستان سفير و.
ښاغلي زاخيلوال د جمهوري نظام له سقوط څخه شاوخوا دوه کاله مخکې له سفارت څخه استعفا وکړه او د ولسمشر غني په یوه جدي منتقد بدل شو.
عمرزاخېلوال د پنجابیانو او آی اس آی د خولې اوبه څښلي دي .
د افغاانستان د نجات حرکت مشر؟
دنجات حرکت مشر لومړی باید خپل خیانت او خباثت دنجات او حرکت په ترازو تول او تصفیه کړی او له ولس څخه عفو غواړی .دا ستره کمزوری ده چې پرون یې همدې طالبانو ته تروریست ویلې ،وسلې وې ،دالرې او پروژې وی داټول مرداری سین یوړل خو نن دسیاست او اقتصاد جوړول ورته غواړی. په کوم اعتبار؟ زه نه پوهیږم چې یو مزدور وزیر ته دفساد مقدارکه یو دالر وی او که تریلیون یعنی دولس صفره ولری توپير یې څه دی ؟ استعمار دچا به اوږو سپور وه؟
همدارنګه یو شمېر نور اټکلی نامعلوم ډاکترا ن په څار کې دحاکم او حاکمینو صیغه باندې بحث کې په خط کشی مثالونه ورکوی داهم هیله لری اود روز مبادا لټه کې دی. دلته دملت او ولس غم کې څوک نه دی وایی به غوږ ویشتلی بیداره وی . دامارت غونډه لا چالان نه ده دجزیرو کمپاین شوی شخصیتونهه ربانی یوچیرته پروفیسل قومو کریم خلیلی بل چیرته دبین الافغانی،شرعی، دا او هغه نارې سورې وهی . هاها ده اوله وخته مخکې بګیرو نمان دی
مولوی عبدالکبیر :هغه چې تاسې ته په نېغه وایی له سنګین ګونګ،فاروک ماروک،چکری ، ننګ اوبې ننګ چې القاب یې لوړ دی خو قیمت او کیفیت یی له ټېپرو کم دی ارزښت لری بناء دحکومتولی سیاست دولسولی له ژبې سره نږدې تړاو لری چې بهترینه پښتوانه یې انسانی کرامت ، عدالت او انصاف ، مساوات وروری او اخوت دی اوس که ستاسې ویاند توریالی همت وی چې زیات په رسنیو کې راڅرګندیږی واقعا اسلام ته اهانت دی داله زاخیل نه بد تر دی هېڅ دخبرو او استدلال معاشرت نه لری لکه په کومو چې زاخیلوال اوس دمسلمانی طرحو ګړیږی. جهاد اکبر هغه دی چې له خپل نفس سره دحرامو پر ضد کلکه مبارزه وکړې . ما به زا خیلوال ته جایزه ورکړې وای که ده رښتیا دحرامو پرضد له خپل نفس سره کله مقاومت کړی وای. دابحث ډیر ژور ابعاد لری خو تر بیا……