چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهایراني رسنۍ: دوستم د ط-انو خلاف د جګړې قوت بایللی

ایراني رسنۍ: دوستم د ط-انو خلاف د جګړې قوت بایللی

تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه )‌‏‏ د ایران سپاه پاسداران استخباراتي ځواک ته نيږدې رسنۍ ( تسنیم خبري اژانس) په یوه تازه مطلب کې د ځينو شنونکو په قول لیکلي ، چې د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم د طالبانو خلاف د جګړې قوت بایللی دی.

دغې رسنۍ پرته له دې چې د چا نوم واخلي ، زياته کړې چې د نظام الدین قیصاري په ګډون د دوستم نيږدې او ځواکمن پوځي قومندانان افغانستان ته د سوله ييز ژوند لپاره را ګرځيدلي او دا لړۍ لا دوام لري.

سرچينه د دوستم د خصوصي مجلسونو په حواله ادعا کوي ، چې د طالبانو خلاف د جګړې کوم پروګرام، مالي امکانات او بهرنی ملاتړ نه لري، چې په دې دليل هم ډېر نيږدې کسان يې د طالبانو په همغږۍ بيرته افغانستان ته ور ګرځي.

ايراني رسنۍ دا هم وويل ، چې دوستم ته نيږدې دغه ستانه شوي کسان به د طالبانو د ملايانو په سبانۍ لويه غونډه کې د ترک توکمو افغانانو په استازيتوب برخه واخلي.

دوستم ته نيږدې سرچينو د تسنیم اژانس د راپور په اړه څه نه دي ويلي.

دوستم څو ورځې مخکې تر هغې وروسته ، چې کابل ته ستون شوی پخوانی قومندان یې نظام الدین قیصاري کابل ته ستون او طالبانو سره ملاتړی شو ، له خپل ګونده وویست.

د قیصاري په اړه ويل کيږي ، چې ایران د جعل کارۍ په تور له نیولو وروسته په دې شرط له بنده خوشې کړی ، چې افغانستان ته به د طالبانو د ملاتړ لپاره ورځي.

د دوستم او ایران اړیکې په وروستيو کې ترينګلې شوې ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب