سه شنبه, مې 14, 2024
Home+د ساندارد او سویي انډول کچه؟

د ساندارد او سویي انډول کچه؟

داکتر ماخان مېږی شینواری

ډېرو ګرانو ژبپوهانو او ژبمینه والو!
هیله ده چې په سړه سینه یې ولولۍ او اندونه مو ګډ ګړۍ.

— دا مې څوم ځل دی، چې په دې هکله لیکنه کوم، چې د یوه څه یا شي لپاره لرلی ویي د بل ويي یا ښه یې د بلې ژبې د ویي سره، چې موخه یې سره ورته نه وي، باید ونه لیکل شي. هیله ده، چې داخل به یې ګران ژبپوهان او ژبمینه وال راسره مني، چې د ستانداراو سويې له پېژند څخه وروسته -چې لاندې کې راوړم – بیا کچه ونه کاروي او یا دې ماته یو د منلو وړ، پوهنیز ځواب راکړي.

ستاندارد Standard:
یو ستاندارد Standard یو پرتلییز ډوله یووالیز یا یووالیزشوی، لا پېژندلشوی او ډېر کارېدلی ډول دی، چې یو شی روښانه کړي، جوړ کړي یا سرته ورسوي، چې هغه په سیالی کې د نورو ډولونو مخامخ بریالی شي. دا کلمه په ځانګړې توګه په تښنیک او متودیک په بشري حقوقو، ژندستاندارد او چاپېریال ساتنه کې ورځنۍ دی.
دا باید په نخښه شي، چې ستاندار په ډېرو جوړښتونو یا پرېکړو کې یووالیز نه دی. دلته به یې څو بېلګې راوړم:
۱ – که یو بډایې وګړی وغواي، په څو ښارونو کې څوپوړیز کورونه جوړ کړي او د خونو څنګه جوړونې لپاره څو انجنیران راوبولي، چې هر یو یو وړاندیز وړاندې کړي، نو د هغو وړاندیزونو څخه یو ټاکل کیږي، چې دا خونې بیا د ټولو جګپوړیزو کورنو همهغسې جوړیږي.
۲ – د ژبو ستاندارد:
هره ژبه چې لیکل پرې کیږي او د یوه یا ډېرو هیوادونو ژبه وي، هغه وخت معیاري وي، چې د ښوونو، دفتر، … ژبه وي، ډکشنرۍ ولري….
فارسي ژبه په درې هیوادونو کې رسمي ژبه ده، خو د دې لپاره په هر هیواد کې د هغه هیواد اړونده درې، دا په دې پرېپوهېدنه، چې در معیاره لري. داسې هم شته، چې یوه ژبه، که په څو هیوادونو کې هم وي، یومعیاري شوې وي، لکه الماني، المان، اتریش او سویس کې، بیا دې هم بخښنه وي که د ناسمون سره مخ یم، خکه چې په اتریش کې ورته اتریشي وایي.
دې ته دې پاموي، چې نړیوال ستانداردونه هم شته، خو دمالپاره همدا بسیاکوي.

— سویه یا هواره Niveau (شینوم):
۱ – یوه ټاکلې هواره یا کرښه، چې د ځمکې د پورته هوارې سره غبرګه ځغلي. ،،
۲ – یوه ټاکلې پوړۍ، چې په یوه ټاکلي، چې د موږ د پاموړ په سکالا ځای ولري او چې څوک یې ارزولی شي. ،، دا په رښتیا یوه سویه(نیوو) لري،،. ،، دا فلم په جګه سویه دی،،،. ،، دا د هغه له سویې جګ دی.،، همداسې
نیوو یا سویه له فرانسوي، بنسټتلنه، د اوبو تله، له لاتین libella سره په پرتله ،، کوچنۍ تله،،) په دې پوهېدنه، چې
– تل د همهغې(ثابتې) هوارې جګوالی.
– د ځمکې د راګردوالي په پام کې له نیولو سره سم د سویې هواره.
– شمېرپوهنیز یوه د ټکو ډېرۍ له برابر جګوالي سره، سویه ډېرۍ (سټ).
– په احصایه کې د یوې ازمویېنې خوي. دا په ستاتیستیکې کتل کېدی شي. او همداسې
نیوو په پوهېدنوړونې موخه. وایو د امریکا پوهنیزه سویه د روپاسره برابره ده.
– د یوې پېښې درجه، څنګه والی یا غوره والی ( د بېلګې په توګه په جګه سویه خبرې اترې).
– ټولیز د یوې موضوع غوره والی لپاره یوه کچونکپوړۍ.
او همداسې نور.

— کچه:
د یوه فزیکي تن څومره والی راته ښایي. دا د یوه تن کچونه ده.

— کچول:
د یوې فزیکي کچون الې سره د یوه څه څومره والي لاس ته راړلو لپاره د هغه شي کچول.

— کچونلویه:
یوه فزیکي لویه ده، داسې چې له هغې سره د یوه فزیکي شی پېژندنخښو څومره والی ښوولکېدی شي. دا همداسې ورته خوي لري لکه په شمېرپوهنه کې ګڼونه. سړی کړی شي، د همغه ډول لوي سره یوځای ډېرې (؟) کړي ( جمع کړي) یا و یو په بل ډېر یا زیاتې کړي. یو له بل سره پرتله کړي او دا کړی شي سړی د یوه ځلوونې ( ضریب) سره ځل کړي.

— کچونه:
کچونه د یوه څومروالي وینا ته په پام کې نیولو یا د مخه پلانشوې کړنه ده، چې د یوې شي کچونلوی له یوه یوون سره د پرتلونې له لارې منځ ته راځي.

بیا:کچونه ( کچول، کچه): کچونه د یوې فزیکي تجربې ( کړندې؟؟) کړنه ده، چې د هغې له لارې د یوې فزیکي لويې ځانګړی ارزښت د یوه اړونده یووالي ( واحد) ډېرواره یا اړونده ارزښت پیداکېدی شي.
ما په خپلو لیکنو او همداسې دې لیکنه کې د دباندنۍ ژبې وییونه که نه، نو ډېر کم کارولي. پوښتنه دا ده، چې ایا د پوهېدلو سره یې ستونځې شته؟
یو چا راته لیکلي وو، چې لیکنې مې ډېره ساده دي. او ساده ځکه دي، چې د نورو ژبو داسې غورځنګي وییونه په کې نه شته.
پښتو نه سوچه کوو، خو پښتو نه تخریبوو او دا ژبه هم د ټوکو ژبه نه ده، چې بې له پوهنیز لامل هر څه لیکو، چې څنګه مو خوښه وي. هیله ده، چې که د برګېدو وم، ښه ډېر راتهبرګ شۍ، چې د ژوند څخه مې زړه تور شي. لا ورڅخه تور نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب