جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهسختو ورښتونو په نورستان او کونړ کې زیانونه اړولي

سختو ورښتونو په نورستان او کونړ کې زیانونه اړولي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲ مه) د نورستان او کونړ په یو شمیر لوړوغرنیو سېمو کې د بې وخته واورې د اورېدو له کبله د شپنو کوټې نړېدلي او د سر و مال زیانونه وراړولي دي.

د راپورونو له مخې، په دواړو ولایتونو کې د دوبي په موسم کې شپانه څاروي د غرونو او شنو سېمو ته بیايي او هلته د ژمي تر پیل کیدو پورې څاروي څروي، خو سږ کال بې وخته واورې هغوی ته کړاوونه پېښ کړي او په واورو کې بند پاتې دي.

د کونړد ټولګټو چارو سرپرست رئیس او د دیوه ګل درې اوسیدونکي مولوي قدرت الله معاذ په خپله سېمه کې د واورو او هلته د شپنو د حالت په اړه ازادي راډیو ته وویل:«د کونړ او لغمان په لوړو شریکو ساحو کې چې موږ ورته (کونډونه) وایو شپانه بند پاتې دي. په دغو ځایونو کې ۱۲ شپانه مړه شوي او ډېر شمېر څاروي هم مړه شوي دي. د چپې درې، څوکۍ ولسوالۍ او د لغمان له طرفه خلک ور روان شوي دي. خو لا تراوسه نه دي رسیدلي او چې کله ورسیدل نور معلومات به بیا در سره شریک کړو.»

په نورستان کې چارواکي وايي چې په بیلابیلو لوړو سېمو کې څاروي لرونکي په واورو کې بند پاتې دي.

 نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وايي، د کونړ او له  نورو سېمو څخه چې کوم مالداران نورستان ته راغلي، هغوی په واورو کې بند باتې دي.که څه هم چې له هر کلي څخه ځوانان د هغوی کومک ته ور روان شوي، خو که د بارانونو او واورو اورښت همداسې دوام وکړې نو د بندو کسانو راایستل به د ولسونو له واکه ووځي.»

که په کونړ او نورستان کې د واورې ناڅاپي او بې وخته اورښت شپنو اوڅارویو ته مرګ ژوبله اړولې نو له بلې خوا سېلونو هم ډېر تاوانونه پېښ کړي دي.

په بامیان ولایت کې هم بې وخته واورې اورېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب