شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهم.م. د افغانستان زلزلې شاوخوا ۲ زره کورونه ویجاړ کړي دي

م.م. د افغانستان زلزلې شاوخوا ۲ زره کورونه ویجاړ کړي دي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲ مه) ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د پلټنې او ژغورنې توان نه لري نو ترکیه غوره انتخاب ګڼی چې د افغانستان د چهارشنبې د ورځې له مرګونو زلزلې وروسته هلته د ژغورنې او پلټنې عملیات وکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستیال استازي رامز الاکبراوف وویل:«موږ په دې اړه دلته د ترکیې له سفارت سره خبرې وکړې او دوی رسمي غوښتنې ته انتظار دي. موږ به وروسته له دې د دې جوګه شو چې (له ترکیې څخه) په دې اړه غوښتنه وکړو چې د طالبانو حکومت سره وږغېږو…»

په پکتیکا او خوست کې د وړمې شپې د زلزلې په نتیجه کې لږترلږه ۱۰۰۰ او ممکن څو زره کسان وژل شوي وي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري مرستو همغږوونکي رامز الاکبروف پرون وویل، باور لري چې نژدې ۲ زره کورونه نړېدلي دي.

ده له کابل څخه د ویدیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو چې تراوسه یې مړ – ژوندی معلوم نه دی، ښايي خورا ډېر وي.

الاکبراوف وايي، د افغان کورنیو د غړیو شمېر په متوسط ډول ۸ کسه دی، او ځینې وخت څو کورنۍ په یوه کور کې اوسي.

ده وویل، ملګري ملتونه ځانګړي وسایل نه لري چې خلک له کنډوالو راوباسي، دا کار طالب چارواکي کوي خو هغوی هم په دې برخه کې محدودیتونه لري.

له بلې خواد سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغاني سره میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په دې ستر ناورین کې له زیانمن شویو سره مرسته وکړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغاني سره میاشت ټولنه د پکتیکا او خوست په شمول، چې زلزلې تر ټولو زیات زیان وراړولی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۳۰ زره ډېر رضاکاران لري او اوس د دوی ټیمونه زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو بوخت دي.

پرون د ډنمارک او ناروې د سره صلیب، د قطر او ترکیې د هلال احمر د کمېټو د بشري مرستې رسونې عمله له کابله زلزله ځپلیو سیمو ته روانه شوه.

د امریکا د سره صلیب د کمېټې یوې مشرې سوزن مالاندرینو وايي، افغانانو له وړاندې لا ډېرې سختۍ لیدلي، دا زلزله دوی ته یو بل ناروین دی.

د طالبانو حکومت زلزله ځپلیو سیمو ته ۵۰ امبولانسونه او ۴ یا ۵ هیلي کوپترونه لېږلي او د یوه اندازه نغدو پیسو مرستې ورکولو ژمنه یې هم کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب