یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههندي رسنۍ: طالبانو هند ته ډاډ ورکړی چې د پاکستاني ترهګرو پرضد...

هندي رسنۍ: طالبانو هند ته ډاډ ورکړی چې د پاکستاني ترهګرو پرضد به اقدام وکړي

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) هندي رسنۍ وايي چې د طالبانو حکومت نوي ډیلي ته ډاډ ورکړی چې القاعده او پاکستاني ترهګرو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د هند پر ضد کار واخلي او حتي د هغو کسانو پر ضد به اقدام وکړي چې د هند پر ضد د برید اراده ولري.

تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې رييس جې پي سینګ کابل ته لاړ او د طالبانو له مشرانو سره یې وکتل.

طالب مشرانو د هند استازي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پر ضد تروریستي بریدونو ته اجازه ورنه کړي، بلکې که کره معلومات ورکړل شي د هغو پاکستاني تروریستانو پر ضد به هم اقدام وکړي چې د هند پر ضد د حملو پلان لري.

هندوستان ټایمز او نورو هندي رسنیو راپور ورکړ چې هندي پلاوي د طالبانو د حکومت په بلنه کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په شمول یې له دفاع وزیر ملامحمدیعقوب او کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.

د ښاغلي سینګ او اکثرو طالب مشرانو د کتنې خبرونه پټ وساتل شول.

دا لیدنې – کتنې وروسته له دې وشوې چې د هند د ملي امنیت سلاکار د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې، چې په تاجکستان کې جوړه شوې وه، د تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، روسیې، چین او ایران د ملي امنیت له سلاکارانو څخه وغوښتل چې له تروریزم او هغو ترهګرو سره، چې د سیمې امنیت او سوله ګواښې، د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیاوې زیاتې کړي.

هندي رسنۍ وايي چې طالب مشرانو نه یوازې د لشکرطیبه، جېش محمد او حزب المجاهدین په شان د هند د مخالفو پاکستاني ډلو پر ضد د اقدام ژمنه وکړه بلکې دا وعده یې هم وکړه چې که کره معلومات ورکړل شي د القاعده شبکې د براعظمګي د څانګې پر ضد به اقدام وکړي.

د القاعده شبکې د براعظمګي څانګې په وروستیو ورځو کې یو وار بیا ګواښ وکړ چې په هند کې به بریدونه وکړي.

تراوسه پورې د هندي رسنیو د راپورونو په اړه د طالبانو یا هند حکومت څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب