سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهحامد کرزي د کابل او مزارشريف پرونۍ چاودنې وغندلې

حامد کرزي د کابل او مزارشريف پرونۍ چاودنې وغندلې

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په مزارشريف او کابل کې د پرون ماښام چاودنې وغندلې.

کرزي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا چاودنې د بشر ضد جنایتونه او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف وې.

هغه د پردو دسیسو د مخنيوي او سراسري سولې او تلپاتې ثبات د تامين لپاره د ملي خبرو په پیلیدو ټینګار کړی دی.

کرزي زیاته کړې، چې همداسې خبرې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لاره کیدای شي.

طالبانو تېره شپه ناوخته تاييد کړه، چې د مزارشريف په درېيو او د کابل ښار د يوه جومات په بلې چاودنې کې نيږدې ۱۵ تنه وژل شوي او نيږدې ۳۰ تنه نور ټپيان دي.

د مزارشريف د چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

کرزي د ملي خبرو غوښتنه په داسې مهال کړې، چې طالبانو د يوې دوديزې لويې جرګې د جوړولو لپاره د کمیسیون ګومارلو خبر ورکړی.

د طالبانو ځينو مخالفانو بیا دې ته په اشارې سره ، چې دې ډلې ویلي چاسره د مذاکراتو اړتیا نه ویني، کيدونکې جرګه غولونکې او نمایشي ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب