یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو: امريکا دې د افغانستان په اړه پاکستان سره نوی تعامل...

بلاول بوټو: امريکا دې د افغانستان په اړه پاکستان سره نوی تعامل وکړي

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) ‏‏د پاکستان د نوي حکومت د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو له امریکايي چارواکو غوښتي، چې د افغانستان د مسایلو په اړه يې هېواد سره د نوي تعامل فکر وکړي.

نوموړي له اسوشيتد پريس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې دا هم وويل، چې دواړه هېوادونه بايد د افغانستان د مسایلو په اړه ناندرۍ هېرې کړي.

نوموړي له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره خپله لومړنۍ لیدنه ستایلې او هیله بښونکې ګڼلې ده.

د پاکستان د نوي حکومت د بهرنيو چارو وزير پرته له دې، چې ملامت لوری په ډاګه کړي، ويلي چې د دواړو هېوادونو اړيکې د پاکستان د مخکيني صدراعظم عمران خان د حکومت پر مهال د افغانستان د مسايلو په سر ترينګلې شوې او واشنګټن پر اسلام اباد ملاحظې لرلې، خو دوی د دغو اړيکو بيرته رغول غواړي.

پاکستاني وزير دا هم ويلي، چې نړۍ دې د طالبانو د حکومت په اړه له خپلو نظرونو ور اخوا د افغانستان خلک له پامه نه غورځوي او بشري مرستې دې ورسره وکړي.

پاکستاني وزير له امریکا سره د افغانستان په اړه د خپلې نوې وړانديز شوې يا کيدونکې معاملې جزییات نه دي په ډاګه کړي.

پر پاکستان او امريکا دواړو د يو شمېر افغان منتقدینو تور دی، چې د افغانستان په جمهوري نظام یې د خپلو لویو ګټو لپاره مرموزه معامله کړې او دغه هېواد یې طالبانو ته سپارلی.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح څو ورځې مخکې په دې اړه ژمنه وکړه، چې ژر به پر جمهوري نظام د سیمه ییزو او نړیوالو معاملو جزییات په ډاګه کړي.

امريکا ته د بلاول بوټو له سفر سره هم مهاله، د پاکستان د نفوذي ډلې حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني له سي این این ټلویزون سره مرکه وکړه او اعلان يې وکړ، چې دوی امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري.

1 COMMENT

  1. عمران خان هم ویلی وو چی پاکستان کیدای شی بیاځلی امریکا ته نظامی آډی ورکړی او هغه سناریو بیا تکرار شی چی په ۲۰۰۱ کی شوی وو مګر نړی پدی هرڅه پوهیږی او طالبان هم پوه شوی مګر ددی پر ځای چی د پاکستان پوځ او استخباراتو باندی بندیز ولګوی بیا نړی د افغانستان ولس باندی اقتصادی او سیاسی بندیز لګوی بیا همدا نړیوال وایی چی موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او ملاتړ یی کوو
    مګر د پاکستان پوځ او استخباراتو باندی داسی بندی څرنګه یی چی د ایران په سپاه پاسدارانو باندی لګولی کچیری نړی د پاکستان مخه ونه نیسی نو ټوله نړی په داسی بلا باندی سر شی چی کنترول یی د همدی امریکا، چین، روسیی او برتانیی او همدارنګه د اتحادی اروپا او ناټو له توان څخه بهر وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب