جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپر کرزي د امر بالمعروف د وزير بل لفظي برید؛ خپله ښځه...

پر کرزي د امر بالمعروف د وزير بل لفظي برید؛ خپله ښځه په کور کينوي، نورو ته ازادي غواړي

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد له وزیر کیدو وروسته نن په دويم ځل پر پخواني ولسمشر حامد کرزي لفظي برید کړی دی.

د شېخ خالد دا لفظي برید د حامد کرزي هغو څرګندونو ته غبرګون و، چې د ټلويزيون د ښځينه نطاقانو په اړه یې کړې وې.

ښځينه نطاقانو ته د طالبانو امر بالمعروف وزارت تازه امر کړی، چې په ماسک او نورو ټوټو دې له سترګو پرته خپل ټول مخ وپوښي.

حامد کرزي د دې پریکړې په غبرګون کې له ښځينه نطاقانو وغوښتل، چې پر دغې پریکړې عمل ونه کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد د کرزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې کرزی د پردو ښځو لپاره ازادي غواړي، خو خپله ښځه یې له رسنيو او ټولنيز حضور څخه منع کړې وه.

نوموړي پر کرزي تور لګولی، چې د تېرو ۲۰ کلونو په موده کې یې د بهرنيانو د خوشالولو په موخه افغان ښځو ته هر ډول ازادۍ وغوښتې، خو خپلې مېرمنې ته یې دغه آزادۍ ورنه کړې.

د طالبانو دغه وزير څو مياشتې مخکې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله او فضل هادي مسلميار تر ټولو لوی « خاينان» ګڼلي او ويلي وو، چې طالبانو د عمومي عفوې فرمان ته په درناوي دوی ته هیڅ نه دي ويلي.

حامد کرزي هغه مهال د دغه طالب وزير په غبرګون کې ويلي وو، چې د نوموړي څرګندونې په تبصره نه ارزي.

هغه د شېخ خالد نویو څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب