Homeخبرونههرات کې ۲ ماشومان له تښتونکو ژغورل شوي

هرات کې ۲ ماشومان له تښتونکو ژغورل شوي

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) ‏‏د طالبانو ځواکونو په ‎هرات کې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړل.

په دې ولايت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو یې په انجیل ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د انسان تښتونې او نورې جنايي پېښې زیاتې شوي دي.

طالبانو بيا د ډېرو پېښو د عاملینو د نیولو او تښتول شویو کسانو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

اقتصادي ناورين، شديده بې کاري او د منظمو او مسلکي امنيتي ځواکونو نه موجوديت د دغه وضعیت عمده لاملونه ګڼل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...