Homeخبرونهد پاکستان الخدمت فاونډیشن له افغانستان سره د ۸۰ ټنه توکيو مرسته...

د پاکستان الخدمت فاونډیشن له افغانستان سره د ۸۰ ټنه توکيو مرسته وکړه

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) ‏په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو ويلي، چې نن دغه ولايت ته د پاکستان هېواد د خوراکي او غير خوراکي توکو اتيا ټنه مرسته ور رسیدلې ده.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې تورخم ښارګوټي کې الخدمت فاونډيشن له لوري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت ته د پاکستان هېواد د خوراکي او غير خوراکي توکو اتيا ټنه مرسته وسپارل شوه.

سرچينه زياتوي، چې ياده مرسته به په هېواد کې اړمنو کورنيو ته وويشل شي.

مخکې هم د پاکستان حکومت او یو شمېر بنسټونو له افغانستان سره د ورته مرستو خبر ورکړی و.

افغانستان سره د بشري مرستو په اړه پر طالبانو بيا- بيا تور پورې شوی، چې د مرستو په وېش کې اړيکې پالي او خپلو جنګیالیو يا خواخوږو ته لومړيتوب ورکوي.

طالبانو بیا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...