یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخوست کې د « زرغون افغانستان» په نوم د کرکټ سيالۍ ترسره...

خوست کې د « زرغون افغانستان» په نوم د کرکټ سيالۍ ترسره شوې

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) د زرغون افغانستان د یو ورځنیو سیالیو پایلوبه لوبه پرون د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ورځې په پای کې د هندوکش لوبدلې د ابراهیم ځدراڼ، بهیر شاه محبوب او لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ د غوره توپوهنې پر مټ پامیر لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي پړاو زرغون افغانستان جام سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس، د پایلوبې پچه د پامیر لوبډلې وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه

یادې لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان سره په ۳۹ اورونو کې ۱۷۲ منډې وکړې، چې په ګټه یې سمیع الله شینواري ۵۵ ناسوځېدلې، ګلبدین نایب ۴۴ ناسوځېدلې او شبیر نوري ۲۵ منډې وکړې

د هندوکش لپاره په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن اکبر ۲ او کریم جنت یوه ویکټ واخیست

له ۳۹ اورونو وروسته یاده لوبه د سخت باد او ورښت له امله ۳۳ اورونو ته راکمه شوه او هندوکش لوبډلې ته په یادو ۳۳ اورونو کې د D/L قانون له مخې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکل شو. هندوکش لوبډلې په ۳۲.۲ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان یاد هدف پوره کړ او د زرغون افغانستان د یو ورځنیو لوبو جام یې خپل ک

 د دوی لپاره په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۰، بهیر شاه محبوب ۵۵ او نجیب الله ځدراڼ ۳۳ منډې وکړې

د پامیر لپاره په توپ اچونه کې ګلبدین نایب ۳، سید شېرزاد ۲ او امیر حمزه او محمد سلیم یوه-یوه وېکټ واخیست

د پایلوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، د سیالیو غوره توپوهونکی شاهدالله کمال، د سیالیو غوره توپ اچوونکی ضیاء الرحمن اکبر، د سیالیو ځوان لوبغاړی صدیق الله اتل او د سیالیو غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ ونومول ش

د یادونې وړ ده چې د زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ لوبې د روانې مې میاشتې په ۸مه نېټه د خوست په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، چې د ۱۳ ورځو په موده کې د ۷ لوبو وروسته نن د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد

د دې سياليو د نندارې او لوبغاړو د هڅونې لپاره د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ورغلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب