یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب پنجشېر ته تللی

ملا یعقوب پنجشېر ته تللی

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) د‌ طالبانو ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ‎پنجشیر ولایت ته سفر کړی.

 د طالبانو د اعلامیې له مخې، نوموړي په دغه ولایت کې د طالبانو له امنیتي مسوولینو، قومي مخورو او د بېلابېلو برخو له استازو سره وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې امنیت ګډوډ کړي.

طالبانو د نوموړي د ولسي کتنو او سفر عکسونه او ویډیوګانې نه دي شریکې کړي.

ځايي سرچينو بيا پنجشېر ته د طالبانو د ډېرو ځواکونو د ورتلو او سختو جګړو د تیاري خبر ورکړی.

داسې ادعاوې هم شته، چې د طالبانو له لوري سلګونه کورنۍ په زوره کډوالۍ ته مجبوره شوي، خو طالبانو دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

دا سفر په داسې حال کې شوی، چې له پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو څخه د طالبانو خلاف د بریدونو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب