یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا د ښځو د جبري مخ پټولو په اړه د طالبانو...

امنیت شورا د ښځو د جبري مخ پټولو په اړه د طالبانو پر پرېکړه غونډه کوي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۱ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا سبا (پنجشنبې) د ښځو لپاره د چادرۍ په اړه د افغان طالبانو پر حکم د بحث لپاره غونډه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو دا پرېکړه د هغوی له لوري د سختدریځو پالیسیو د بیا پیلولو یوه نخښه ګڼل شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشره او په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز به د ناروې په مشرۍ د امنیت شورا د پنځلس غړیو هیوادونو استازو ته معلومات ورکړي.

دا غونډه به د بندو دروازو شاته یا غیرعلني وي او په لړ کې به یې د طالبانو له لوري د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د ازادیو د زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه خبرې وشي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ښځې له هرراز حقه بې برخې کړې وې او اوس سره له ډېرو ژمنو یې بیا هماغسي اقداماتو ته مخه کړې ده.

طالبانو د تېر کال په اګست کې له واک ته رسېدو وروسته ویلي وو چې د ښځو حقونو ته به درناوی وکړي.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ښځو د جبري حجاب په اړه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده فرمان له سختو عکس العملونو سره مخامخ شو.

امریکا پرون وویل چې که طالبان دا پرېکړه بېرته وانخلي، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې به یې زیانمنې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب