Homeخبرونهسور صلیب، افغانان ورځ په ورځ بېوزله کیږي

سور صلیب، افغانان ورځ په ورځ بېوزله کیږي

تاند(چهارشنبه، د ثور۱۴مه) په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د پلاوي رييس وايي په افغانستان کې بېوزلي د زیاتېدو په حال کې ده او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې هیواد کې دې ستر بشري بحران ته پام واړوي.

ایلوي فیلیون پر خپله ټویټرپاڼه د یوې ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي:«سړي، ښځې او ماشومان په کابل کې د شپې مهال د نانوایانو مخې ته کتار دریږي؛ انتظار باسي چې لږ څه ډوډۍ ورکړل شي.»

فیلیون زیاتوي چې په افغانستان کې بیوزلي او لوږه په چټکه مخ په زیاتېدو ده:«هره ورځ د افغانستان خلک لا بیوزله کېږي؛ افغانان دومره بېوزله شوي چې ما تر دې مخکې نه و لیدلي.»

ده له نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې نړۍ افغانستان ته شا نه شي اړولی.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د پلاوي مشر، تر دې مخکې هم څو ځلې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي و چې چې ورځ وځي د کابل په واټونو کې د هغو ماشومانو شمېر زیاتېږي چې کار کوي. د دغو ماشومانو اکثریت د هغو دی چې میندې او پلرونه یې په تېرو کلونو کې وژل شوي دي.

له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ (۲۰۲۲) په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ ميلیون وګړي خوړو ته سخت اړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...