یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهملاهیبت الله د کوکنارو او مخدرو موادو د مخنیوي فرمان ورکړ

ملاهیبت الله د کوکنارو او مخدرو موادو د مخنیوي فرمان ورکړ

تاند:(يکشنبه، د حمل۱۴ مه) ‏د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده نن د کوکنارو د کښت او هر ډول نشه یي توکیو د مخنيوي په اړه فرمان ورکړ.

په دغه فرمان کې ویل شوي چې د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع ده او هیڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.

هیبت الله اخوند زاده ويلي، که څوک د دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، نو کښت به یې اړول کیږي او له متخلف سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کیږي.

د فرمان له مخې، په ټول هیواد کې د نشه يي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو استعمال، انتقال، پیر او پلور، تجارت، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید لابراتوارونه په جدي توګه منع دي.

د طالبانو مشر ويلي، د دې فرمان عملي کول لازمي دي، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضایي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به.

ملا هیبت الله اخوند زاده ته منسوب دغه پیغام نن د طالبانو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په يوه خبري غونډه کې اعلان او پر عملي کيدو یې ټینګار وکړ.

يو شمېر خلکو د طالبانو مشر ته د منسوب دغه پیغام هرکلی کړی، خو منتقدانو یې ویلي چې اقتصادي ناورين او شدید فقر ته په کتو  طالبان بايد د ژوند د اړتياوو د برابرولو بدیلې لارې رامنځته کړي.

10 COMMENTS

  1. الحمدالله اوس به هغه زمکی چه حرام بوټی پکی کرل کیدل ، پکی به غنم او خوراکی توکی وکرل شی ، چه د ټول ولس په خیر دی او هم به مو ځوانان له نشو څخه وساتل سی .او په نړی کی به افغانستان د یو ښه حیثیت او نوم څښتن شی

  2. طوطي والوت، ادم نشته بوی یې شته. کله چې د قانوني نظام خلاف دوی نارواح او مطلقه کفري جګړه کوله نو همدوی خلک تشویقول چې کوکنار وکري او اوس چې ورته نارواح بوټی وايی دوی ته یې عشر رواح ؤ مګر د نړیوالو پخاطر نه د خدای لپاره اوس ددې کرل بندوي. منافق، ظالم، جاهل خو ډیر تیر شوي مګر داسې نمونې نشته. هر څه چې وکړئ په رسمیت پیژندل نشته او دا د سراب پڅیر حکومت به مو ډیر زر چپه او تاسو به بیرته د پنجاب په سوړه بیرته ننوځئ.

  3. ملا هبت الله د ځان څخه ابوالحنيفه جوړ کړي اول خو به فزيکي وجود ونه لري که بيا هم ژوندي وي نو ولي نه راوزي له حقاني وطنفروش نه والله که ډير مهم وي.لعنت دي په تاسي ټولو وي لکه دمصر اخوانامسلمين همداسي به په خير سره ورک شي تاسي ددين, ناموس او وطن دښمنان.

  4. زما پوښتنه ملا هيبت چيرې او له کومه ځايه فرمانونه صادروي ؟ . څوک د په اللهﷻ قسم وخوري سي هيبت کاکو يې ليدلی. محمدﷺ به په بازارو کې ګرزيدل له خلکو سره به په مجلسو کې ناست وه. ايا هيبت کاکو دا يويشتمې پيړۍ نوی پيغمبر ده سي ليدل يې حرام دي. دا فرمانونه ملا باجوه او د پنجاب د ای ايس ای مشر صادروي. ملا هيبت اوس هډوکي هم خاوري سوي.

  5. زه د اسلامی امارت د دغه فرمان څخه دفاع کووم.
    ورونو ښه ته به ښه وایو او بد ته به بد وایو، زه د اسلامی امارت د ځینو پریکړو سر سخت مخالف یم لکه د بیرغ بدلول، د انجونو مکتب امرثانی کول، د پښتو نومونو بدلول، په موسیقی خلک وژل، دفترونو ته د بی لونګی او بی ږیری خلکو نه پریښودل او ځینی ملی او انسانی ارزښتونو بی حرمتی.
    مګر داسی هم نه ده چه د طالیبانو ټولو کار نامو ته په منفی سترګه وګورو. شه شه دی او بد بد دی.

  6. تاریاکو مسئله یو ژور او پیچلئ بحث دئ امّا په لنډو ټکو کی:
    تاریاک تر تولید وروسته پر دوو لیارو تقسیمیږی:
    لومړۍ برخه ئې د مافیا لاس ته لویږی ( د هیروئینو بڼه غوره کوی او تور بازار ته وړاندی کیږی ). دا برخه ئې بیا دوې څانګی لری:
    ۱ – اقتصادی څانګه ( د تورو روپو لاسته راوړل چی البته ډیره برخه ئې د لویو دولتونو جیبونو ته لویږی ).
    ۲ – استعماری – استحماری څانګه ( د دریمی نړۍ د ځوانانو معتاد کول او ځپل ، چی البته دا خپله یو ستر پلان دئ.
    د تریاکو دوهمه او لویه برخه د غربی پر مخ تللو هیوادونو د درمل جوړولو فابریکو ته لېږل کیږی.
    امّا
    د ملا هیبوتولا د فرمان په هکله:
    د طالبی فرمانونو اصلی مرکز او کانون د پاکستان نظامی – استخباراتی قوماندانی ګڼل کیږی.
    احتمال لری چی پاکستان پر غرب باندی د فشار د یوې آلې او وسیلې پتوګه د تریاکو د کرلو او تولید د مخنیوی پروژه په کار اچولې وی. د غربی نړۍ اکثره اوسېدونکی د بدن په دردونو اخته دی او تقریباً په ورځنی توګه د دردونو د آرامېدو دارو مصرفوی چی البته ددې درملو شپېته فیصده ترکیبات د تریاکو څخه تشکیل سوی دی.
    بناً
    ګومان کیږی چی د هیبتولا د فرمان تر شا نه دینی انګېزه نغښتې ده او نه وطنی او ملی انګېزه او نه د خواخوږۍ او زړه سوی انګېزه بلکه سیاسی – نیابتی انګېزه نغښتې ده.

    Reply

  7. ستاسو تولو ګرانو ، ديري ښي ليکني مو کريدي او تول واقعيت دي. دا ملا هيبت الله اصلآ شتون نلري دا تول د اي اس اي دله دي. انشاالله خداي به دوي و شرموي ځکه دوي هغه منافقين دي چي د اسلام اصولو خلاف کار کوي مګر هغه ته اسلام او ځانته اسلامي عمارت وايي. دوي د اسلام د پښتانه او د انسان نمبر يو دښمنان دي. انشاالله روک او نابود به شي. وسلام

  8. ِِِِِِِِِِِِِښه فرمان دی خو موجوده تجاران او هغوۍ چې اپین یې په کور کې پریمانه پروت دی، به ښې ګټې وکړي، نرخ به یې همدا اوس څلور چنده لوړ شوی وي،

  9. دطالبانو دنظام لپاره ټیټ رتبه طالبانو ځانونه په اورو وسوځول مګر اوس چې ګورم د چارواکو دکړنو پراساس به یې ارواوې خفه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب