یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+لومړۍ موسکا / جهانزیب مظلوم یار

لومړۍ موسکا / جهانزیب مظلوم یار

څه کم یوه نیمه لسیزه کیږي چې د اروپا په رڼاګانو کې د خپل ژوند د روښانه کولو په تکل کې یم. دا سفر مې لا هم نه دی ختم او اوس هم د یوې ورکې سودا په لالهاندتیا کې ستړی یم. دې تلاش کې یم چې کله به مې د زړه د آرمانونو له فولډره یو څه بوج راکم کړم او کله به د خپلې کورنۍ او یارانو په څنګ کې د ارام ساه واخلم.

سهار له کوره وځمه، ماښام کور ته راځم

تر اوسه بریالی نه شوم، ناکام کور ته راځم

زما هغه ورځې یادې دي چې تازه ایټالیا ته راننوتی وم. حیران وم چې ژوند له کومې پیل کړم؟ لومړی څه وکړم؟ څنګه لومړی ځان بسیا کړم او بیا مې خپلې کورنۍ ته د اسانتیاوو اسباب تیار کړم؟ 

دې پوښتنو ډیر په یو لوی کشمکش کې پریباسلی وم. له ما سره مې هم مهاله څو تنه د وطن کلیوال هم راغلي و. هغوی تر قانوني پروسې وروسته د کار په هڅه کې وو. زه تل د خپل عادت له مخې لومړی د حالاتو جاج اخلم، ځان له هرې زاویې په عمومي ډول پوهوم او بیا اقدام کوم. دلته هم ما د هغوی برعکس لومړی د فکر دوکان خلاص کړ. همدا مې کرل ریبل چې کوم کار به زما د راتلونکي لپاره مناسب وي، څه وکړم چې راتلونکې مې ورسره ښه شي او څه وکړم چې تر ټولو غوره واوسم؟

ایټالیا د اروپا جنوبي برخه ده. هغه افغانان چې په قاچاقي لارو اروپا ته راننوځي نو دروازه یې همدا هیواد دی. ډیری افغانان په دې هیواد کې د کاروبار او اسنادو د ځنډ له امله نورو هیوادونو ته وځي او دلته نه پاتې کیږي. که څه هم د نورو ملګرو مشوره ماته هم په لومړیو کې د وتلو وه خو زه تل هڅه کوم چې سخت ځای کې پاتې شم او تر نورو سختو کارونو ته اوږه ورکړم. 

دلته د کارونو د نه پیدا کیدو مانا دا نه ده چې کارونه نشته، بلکې زموږ په څیر په کار او ژبه نابلده کسانو ته پکې د کار زمینه په ځنډ لاسته ورځي. ایټالیا د نړۍ اتم ستر اقتصادي هیواد دی همدا لامل دی، صنعتي برخه یې ډیره فعاله ده، صادرات یې ډیر دي؛ له همدې امله پکې روزګار کم نه دی. دا هیواد د نړۍ د اتو سترو اقتصاد لرونکو یا جي ۸ ډلې غړی دی. جنوبي برخه یې زراعتي ده چې د شمال په پرتله پکې کار کم دی. په شمال کې صنعت زیات دی چې خلک یې هم غني دي.

که د دې هیواد مساحت ته وګورو نو زموږ د خپل هیواد تر نیمایي هم کم دی، تقریبا درې لکه کیلومتره مربع یې ټوله ځمکه ده، خو نفوس یې بیا زموږ دوه چنده دی چې شاوخوا شپیته ملیونه کسان پکې دي. دا هیواد د نفوس له مخې په نړۍ کې درویشتم او اروپا کې پنځم دی. د دې هیواد د خاورې په قلمرو کې دوه واړه نور خپلواک هیوادونه هم شته. سان مارینو او واتیکان چې خورا واړه دي؛ هم د ایټالیا په زړه کې پراته دي. 

زه په لومړیو کې روم کې وم. دا د دې هیواد پلازمینه ده. په تاریخي لحاظ د ټول غرب د سترو کلیساو پاپ په همدې ښار کې پاتې کیږي. دا نو د مدینیتونو ښار و. ډیر پخوا چې انسانان بیخي کم هم و، په دې ښار کې نظم، قانون او بازار موجود و. همدا تاریخي قدامت دی چې د یونیسکو د سازمان له نظره که د ټولې نړۍ فرهنګي میراثونه راټول کړو؛ او بیا یې محاسبه وکړو نو شاوخوا نیمایي یې په ایټالیا کې دي. همدا ده چې هر کال د نړۍ له هر ګوټ څخه ورته شاوخوا شپیته ملیونه کسان په چکر راځي. په دې هیواد کې داسې آثار شته چې زرګونه کلونه پرې تیر شویدی. مسلمانان پکې ۱ سلنه دي چې اکثریت اوسیدونکي یې عیسیویان دي.  

د دې هیواد ښکلاو او عجایبو له پیله زما زړه وړی و. کار مې لومړنۍ اړتیا وه. د کډوالۍ قانوني چارې مې په روم کې پای ته ورسیدې. هڅه مې کوله چې ژبه چې دلته په پاتې کیدو کې یو مهم فکتور دی، زده کړم. په لنډ وخت کې په روان ډول خبرې کولی. یو وار له یو ملګري سره د یو چا کورته لاړم. هلته مې له کوربه سره په ایټالوۍ خبرې وکړې. وروسته یې زما له ملګري په ایټالیه کې د وخت په اړه پوښتنه وکړه، کله چې پوه شو ما درې میاشتې دلته تیرې کړیدي نو تعجب یې وکړ. 

زه له کوچنیوالي د ذکاوت بلا بیلګې لرم. ډیرو ښوونځیو او کورسونو کې د لومړیتوب ریکارډ له ماسره دی. د ملګرو په منځ کې د کنجکاوۍ او تکړه توب کیسې اوس هم د هغوی د خاطرو په حافظه کې پرتې دي. 

زه له نورو همزولو وروسته پاکستان ته لاړم خو هلته مې له ټولو همزولو په ټولو چارو کې مخکښ شوم. د لوبو له ډګره مې آن تر زده کړو پورې رقابت ساتلی و. کرکټ مې تر دې وخته هیڅ نه و کړی خو چې کله مې پیل کړ تر نورو ملګرو مې ځان پکې تکړه کړ او ښه پکې ځلیدلی وم. په لنډ وخت کې ملګرو د کپتانۍ او مشرۍ هنر راکې ولید او دا مسوولیت یې راکړ. له کلي ور اخوا به نورو ځایونو ته هم د میچونو دپاره تلو. داسې وخت هم راغی چې په شاوخوا ساحو کې مې د تکړه توب له کیسو سره ټول اشنا و. 

دغه ډول مې د زده کړو بهیر هم ساتلی و. په کورس کې تر ما مشران هم راسره و. زه له ټولو تکړه وم. که څه هم زده کړو او درس ته مې ډیر وخت نه ورکاوه خو بیا هم ذهین وم. 

خبره بلې خوا ته لاړه، زه په ایټالیه کې هم له لومړۍ ورځې د زده کړو او علم په طلب وم. دلته مې بیلابیل کورسونه پیل کړل. په لنډ وخت کې د دې کار نتیجه راوویسته، پوه شوم چې پدې لاره کې به مې وخت ډیر ضایع شي او ناوخته به هدف ته ورسیږم. له یوې خوا له کوره د کار فشار و او له بلې پوهیدم چې د ایټالیې له تعلیمي سیستم سره بلدتیا وخت نیوه نو د ژوند پریکړه مې بدله کړه. دا مې وانګیرله چې د کار او روزګار په دنیا سوچ وکړم. که څه هم دا سوچ د زده کړو تر سختوالي کم نه و خو په هر حال مجبور وم چې دې برخې ته راوګرځم.

په لومړیو کې مې په ژبې کار وکړ. ایټالوۍ ژبه د نړۍ یو له ستونزمنو ژبو ده. که څه هم زه تر ډیره له انګلیسي ژبې سره بلد وم او دا ژبه له انګلیسي سره تقریبا نږدې ده خو بیا هم خورا ستونزمنه وه چې په روان ډول دې مکالمه وکړم.

د رب فضل و، په ښوونځي او کورسونو کې که تر همزولو مخکښ نه وم خو ترې کم هم نه وم. وروسته مې د دې هیواد یو بل ښار ته د تګ تکل وکړ. دا ځای میلان نومیده. په تاریخي او نفوسي لحاظ تر روم وروسته دی خو په ښکلا، کار، سیاحت او سپورټ کې ترې کم ندی. دلته د مرکز په پرتله یو څه جراتمند وم. د ژبې ستونزه مې حل وه او د کار څه ناڅه ترتیب او هنر باندې هم پوه شوی وم. د انټرنشیپ یو چانس راته په یوه هوټل کې پیدا شو. دا چانس ډیرو لږو کسانو په ژوند کې میسر کیږي. د عملي کار (انټرنشیپ) چانسونه په اکثرو ادارو کې وي خو ستونزه دا ده چې تر ټاکلې مودې وروسته بیا هم د بې روزګارۍ غم دی او بیا زما په شان یو بهرني تابع ته خو بیخي لامحاله ده.

دا خاطره مې په ټول ژوند کې له ذهنه نه وځي چې څنګه راته په همدې هوټل کې د روزنې د دورې په وروستیو کې د کار زمینه پيدا شوه. دا یو عجیب چانس و. که څه هم تر شا یې زما خوارۍ او په کار کې تکړه والی و خو یو ښه فرصت و چې د میلان ښار په یو پنځه ستوریز هوټل کې د لوجستیکي برخې کارمند کیدم. دا ما ته هم خوب ښکاریده. خو کله چې راسره قرارداد وشو او رسما په کار شوم نو له خوښۍ مې ځان ورک کړ. لدې کیسې مې چې هر څومره ملګري خبریدل نو حیرانیدل به. ټولو په یوه خوله همدا خبره کوله چې دا د منلو نده. دوی پدې پار دا خبره زړه ته نه ښکته کیده چې تر ما مخکې کسانو چې پدې هیواد کې د کار او پاتې کیدو تجربه هم ډیره وه، زما پشان ځای نه و ترلاسه کړی. 

زه هم نپوهیدم چې څنګه مې دا خوب رښتیا شو خو پوهیدم چې مستحق او وړ یې یم. ما په ټول ژوند کې هڅه کړیده چې که هر کار ته ولویږم نو سم یې باید ترسره کړم او تر نورو باید ځان کې مخکې کړم. دا کار هم زما د محنت او فکر محصول و. 

د دې کار په لاسته راوړو کې د هوټل یو همکاره چې ایټالوۍ وه، د یادونې وړ ده. هغې زمینه سازي راته کړیوه. کله مې چې د هغې له خولې دا زیرې واورید نو یو ستر ارمان ته رسیدلی وم. 

دې همکارې د مبارکۍ پرمهال راته د لومړي معاش تر اخیستو وروسته د یوه چای او یوې لنډې ناستې بلنه راکړه. ما هم بې له ځنډه ومنله. په یو ټاکلي وزګار وخت کې مو د ښار یو ارام کافي شاپ ته د تګ تکل وکړ. همکارې مې دا ناسته زما د دندې د شیرینۍ په نامه برابره کړیوه. ما هم منلې وه چې خرچه به زما په غاړه وي. 

دا ورځ مې د خپل افغاني دود له مخې پیسې په جیب کې دوه درې ځله وکتې. موږ تل هڅه کوو چې په هوټل، موټر او بنډار کې له ملګرو څخه ځان د مصرف په ورکړې کې مخکې کړو. که څه هم دلته له مخکې دا پلان شوې وه چې مصرف به زما په غاړه وي خو پیسې مې هلته د کم نه راتلو له امله دوه درې وارې وشمیرلې. نپوهیدم چې څه به خورو او څه ډول مجلس به کوو، خو پدې خاطر چې هلته کمې نشي او همکارې بې ارزښته نشم، پیسې مې په جیب کې ډیری تیارې کړې.

دا لومړی وار و چې له یوې بهرنۍ ملګرې او همکارې سره په یوه بهرني ځای کې د لنډې شیبې لپاره کیناستم. که څه هم ددې هیواد له دستور سره بلد شوی وم خو دا ناسته له ټولو سره متفاوته وه. زه نه پوهیدم چې د مننې الفاظ څنګه په ژبه راولم او نپوهیدم چې څنګه یې ونازوم؟

د ښار په زړه کې یو مجلل رستورانت ته لاړو. دا ځای د ایټالیې مشهورې کلیسا ته څیرمه دی. کلیسا ته هره ورځ بلا سیلانیان د لیدنې لپاره راځي.دا نامي کلیسا د شپږو پیړو په موده کې د لس ګونه انجنیرانو په خوارۍ دې شهرت ته رسیدلی وه. (دومو) بلل کیده. زه او همکاره مې د خوړو لپاره په څوکیو کیناستو. ایټالیه په خوړو کې نړیوال شهرت لري. پیتزا یې لس ګونه ډوله ده چې په نړۍ کې بې سارې ده. بهرنیان زموږ برخلاف لږ خواړه خوري. همکارې مې ډیر عادي فرمایش وکه. کله چې د پیسو د ورکړې وخت راورسید. دستی مې لاس جیب ته ورکوز کړ. ټولې پیسې او کاغذونه مې دستي راوباسل. د معاش ټولې پیسې مې په نغدي توګه راوویستې. د خوړو پیسې مې ورکړې. همکارې مې ټکان وخوړ. وروځې یې پورته واچولې او په له ځانه سره عجیبه مسکا وکړه، لا مې د اروپا د ملګرپالنې پوره رنګ نه و اخیستی. د خندا په راز یې د هوټل د پیسو تر ورکړې وروسته پوه کړم، ویل یې دا دومره پیسې دې څنګه په نغدي شکل په جیب کې ګډې وډې پرتې دي. زما هم وروسته دې خبرې ته پام شو چې دا خلک تر ډیره له نغدي پیسو او بیا زما پشان ګډوډ ګرځولو عادت نلري.  زه نپوهیږم چې ولې مې ځینې خویونه لا هم ندي بدل شوي. په ځینو خویونو خوښ یم، ځکه چې دا مې د خپل اصلي فرهنګ یوه برخه ده او پرې ویاړم:

لمن مې ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پرې ولم

په عادتونو کې دا یو عادت د غره لرمه

که څه هم لدې خاطرې له لسو کلونو واوښتل خو د دې صحنې شیبې مې نه هیریږي. د خپلې همکارې حیرانتیا او تبصره مې د ژوند له خوږو شیبو ده. زه خپلو لیونیو خویونو ته حیران وم. اوس هم هماغه شان یم. پیسې راته بې ارزښته دي. په جیب کې دا عادت له ماشومتوبه دی چې که هرڅومره راسره وي نو ګډې وډې او بې حسابه یې پکې ور ګذار کړم. 

زه چې اوس هم له (دومو) کلیسا سره ګرځم او کله نا کله له ملګرو سره په چکر راووځم نو هغه ورځ مې سترګوته ودریږي. وایم دا ژوند څومره زر تیریدونکی دی. شاوخوا یوه لسیزه پدې خاطره واوښتل او دا دی د برښنا د پړق په شان په منډه تښتي.

نه له کوره چیرته وځم نه سفر کړم

بې سفره مې لنډیږي لار د عمر

3 COMMENTS

  1. جهانزیب ورور د خپل جهان زیب دئ چی هیله ده همیشه بریالی او خوښ اوسی.
    د ايټالیا د نوم په لیدو می یوه خاطره را یاده سوه.
    د شوروی د اشغال په لس کلن وران کی هر کال پر افغانستان باندی د شوروی د یرغل د غندنی په مناسبت د اروپا په لویو ښارونو کی احتجاجی مظاهرې تر سره کېدې.
    ۱۹۸۳ یا ۸۴ کال د ډسمبر په مظاهره کی مو یو آشنا تازه د ایټالیا څخه راغلئ ؤ ( هلته دوه کلونه اوسېدلئ ؤ ).
    کیسه ئې کوله:
    ” تېر دسمبر شل دېرش افغانان او عربان او تُرکان د ګونګیانو په ژبه پدې بریالی سوو چی یوه وړوکې شوروی ضد مظاهره تر سره کړو. قانونی اجازه مو واخیسته او اړین د مظاهرې مواد مو برابر او په ټاکلی ځای او پر ټاکلی وخت مو مظاره پیل کړه. لس دقیقې نه وې تیری سوی چی شل دیرش ایټالوی کمونسټ ځوانان مو مخته ودرېده او زموږ ټول د مظاهرې مواد او توکی ئې را مات او څیری کړه او موږ ټول ئې وځغلولو او مظاهره پاتی سوه”.
    رشتیا هم ایټالیا یو متفاوت او عجیب هیواد دئ. د مافیا، کمونسټی غورځنګ، کاتولیکی مرکز شتون ، د تبعیدی شاهانو کوربه توب او…… د ایټالیا د هیواد څخه د تناقضاتو یوه مجموعه تشکیله کړې وه.
    بله جالبه دا ده:
    څو کلونه مخکی د سویډن په یوه ورځپاڼه کی لیکل سوی وه چی:
    یوه جوړه غُل مخلوق ( مېړه او ماندینه ) د موټر پذریعه د ایټالیا په سفر تللی وه.لومړی د ایټالیا جنوب ته ولاړه د سفر د اصلی هدف ادرس ئې د هغوی د مؤقعیت څخه ۲۵ کیلو متره لیری ؤ او دوی پخپل GPS کی اشتباهاً یو بل نوم لیکلئ ؤ ( البته ورته نوم ). د خړی زامنو ۱۴۰۰ کیلو متره خوشی سفر وکړ ( شمال ته ولاړه ).

  2. سلام حضرت صیب.
    زیاته مننه ورورمې قلم مو همذږداې روان غواړم.

    رښتیا هم حضرت صیب ایټالیه د عجایبو نړۍ ده. دا عجیب والی هم په معنوي لحاظ او هم به مادي او تاریخي لحاظ.

    په تاریخ کې د دې هیواد امپراطوري د لومړنیو انسانانو په تاریخ کې ثبت ده. له نورې اروپا سره د بیل والی او تفاوت ډیر ټکي پکې دي.
    زه هم په لومړیو کې دلته لار ورکی وم. خو له یوې نیمې لسیزې وروسته دلته عادت شوی یم. تقریبا خپل او د نورو افغان ورونو د وس مطابق ستونزو ته رسیده ګی کوی شم.
    سیاحت د انساني شخصیت په جوړیدو کې یو مهم فکتور ده. زما په نظر که چا وخت او امکانات لرل نو تل دې سفر وکړي او نوره نړۍ دې وویني. هم به یوه لویه تجربه وي او هم به روحي ارامتیا وي.
    رب دې تاسو او نور ملګري هم ښه لري.
    مننه

  3. سلام حضرت صیب.
    زیاته مننه ورورمې قلم همداسې روان غواړم.

    رښتیا هم حضرت صیب ایټالیه د عجایبو نړۍ ده. دا عجیب والی هم په معنوي لحاظ او هم به مادي او تاریخي لحاظ.

    په تاریخ کې د دې هیواد امپراطوري د لومړنیو انسانانو په تاریخ کې ثبت ده. له نورې اروپا سره د بیل والی او تفاوت ډیر ټکي پکې دي.
    زه هم په لومړیو کې دلته لار ورکی وم. خو له یوې نیمې لسیزې وروسته دلته عادت شوی یم. تقریبا خپل او د نورو افغان ورونو د وس مطابق ستونزو ته رسیده ګی کوی شم.
    سیاحت د انساني شخصیت په جوړیدو کې یو مهم فکتور ده. زما په نظر که چا وخت او امکانات لرل نو تل دې سفر وکړي او نوره نړۍ دې وویني. هم به یوه لویه تجربه وي او هم به روحي ارامتیا وي.
    رب دې تاسو او نور ملګري هم ښه لري.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی