جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهدويم تعقيب: د سرای شهزاده په چادونه کې د ۱۰ تنو ټپي...

دويم تعقيب: د سرای شهزاده په چادونه کې د ۱۰ تنو ټپي کیدل تایید شول

تاند:(يکشنبه، د حمل۱۴ مه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت تایید کړه چې په کابل کې د سرای شهزاده نننۍ چاودنې لږ تر لږه ۱۰ تنه برسیرن ټپیان کړي دي ‌

‏‎د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي چې د چاودنې دلیل دغه سرای ته د لاسي بم غورځول دي.

طالبانو د پېښې انګيزه د یوه غل لخوا د پیسو تښتولو پلان ښودلی او ویلي چې د دغه کس د نیولو هڅې روانې دي.

طالبانو د ټپي شویو کسانو هويت نه دی ښودلی، خو نورو سرچينو د چاودنې له کبله د ډېرې مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د کابل په سرای شهزاده کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۲مه) د کابل ښار په صرافۍ مارکیټ (شهزاده سرای) کې زوروه چاودنه شوې چې له کبله یې نامعلوم شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرای شهزاده یوه صراف عبدالحق رسنیو ته ویلي چې چاودنه د سهار په ۹ بجې او ۵۰ دقیقې وشوه.

ده وویل چې چاودنه د سرای په داخل کې هغه ځای چې خلک راټولیږي شوې ده. د دې لپاره چې پرون عمومي رخصتي وه نن ډېر خلک د پیسو د بدلولو لپاره مارکیټ ته راغلي وو نو د چاودنې مرګ ژوبله یې هم ډېره ده.

له چاودنې وروسته ګڼ خلک په مارکیټ کې دننه بند پاتې شول.

شاهدانو تاند ته وویل چې له چاودنې وروسته یې امبولاسنونه او د طالبانو امنتیي ځواکونه ولیدل چې د سرای شهزاده خوا ته روان وو.

تراوسه پورې د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه دی څرګند.

د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي هرکله چې وروستي معلومات ټول شول، بیا به د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څرګندونې وکړي.

خو ځینې شاهدان وايي چژې لږترلږه ۱۵ ټپیان یې شمېرلي دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د داعش ترڅنګ، چې د طالبانو خلاف بمي چاودنې کوي، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې هم د طالبانو پر ضد جنګ اعلان کړی دی.

د چارو کتونکي وايي، د طالبانو افراطي اقداماتو او په نړۍ کې د دوی ورځ تر بلې انزوا ته په کتو، د افغانستان امنیتي وضعیت، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره ښه شوی دی، ممکن ژر بېرته خراب شي.

طالبانو په وروستیو افراطي اقداماتو لکه له شپږم ټولکي پورته د نجونو د زده کړو مخنیوی، د ملي بیرغ پر ځای خپل تنظیمي بیرغ په هر ځای کې نصبول او په زور پر خلکو د ږیرو پرېښوول د دې سبب شوي چې طالبانو ته د خلکو نسبي خوشبیني کمه شي او د ولس او طالب ترمنځ واټن ډېر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب