شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد ط حکومت: د سیمې هېوادونه به مو ژر په ډله ییزه...

د ط حکومت: د سیمې هېوادونه به مو ژر په ډله ییزه توګه په رسميت وپېژني

تاند:(يکشنبه، د حمل۱۴ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام ویلي چې د سیمې هېوادونه به ژر د يوې ګډې غونډې په ترڅ کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

د دغه وزارت د درېيم سياسي رياست رييس ذاکر جلالي ویلي چې په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په وروستۍ غونډه کې هم په دې اړه بحثونه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې ژر ازبکستان او بیا ځینې نور سیمه ییز هېوادونه د افغانستان په اړه د ورته غونډو کوربانه وي.

د طالبانو دغه دیپلومات په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو د واکمنۍ له پیله یې د دوی د ژر په رسميت پېژندلو په اړه بیا- بيا غوښتنې کړي او هیله یې ښودلې، خو د نړۍ هیڅ هیواد د دوی د رسميت پېژندلو په اړه عملي ګام نه دی اخیستی.

د پنجشنبې په ورځ د چین په تونکسي کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په غونډه کې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل:«په کابل کې د حکومت د رسمیت پېژندلو اصلي خنډ دا دی چې پوره استازیتوب نه کوي.»

لاوروف وویل، د افغانستان نوی حکومت باید نه یوازې د بېلابېلو قومونو او مذهبي اقلیتونو بلکې د هغو د سیاسي قوتونو استازیتوب وکړي.

د‌‌ سيمې او نړۍ د‌ ډېرو هېوادونو دیپلوماتانو د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو لپاره شرایط وړاندې کړي چې د نه پوره کیدو له کبله یې دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او افغانستان د دې ګونګ وضعیت له کبله ډېر زیانمن شوی دی.

لاوروف وايي، روسیې د طالبانو د حکومت د لومړني دیپلومات باورلیک اخیستی

د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د زده کړو او کار د حقونو تامينول، د حکومت ټول ګډونه کول، له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د نه ترسره کیدو تضمين او نړيوالو بشري حقونو ته ژمنتيا له طالبانو د نړيوالو عمده غوښتنې دي، چې دوی ورته عملآ غاړه نه ده ایښې او له کبله یې په داخل او خارج کې له مخالفتونو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی