شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا: د هېواد سقوط ډیپريس او روغتون ته ورسولم

فرهاد دریا: د هېواد سقوط ډیپريس او روغتون ته ورسولم

تاند:(یکشنبه، د حمل ۱۴ مه) د افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا په یوه تازه ټلویزیوني مرکه کې د خپل ژوند او افغاني موسيقۍ په تازه وضعیت خبرې کړي او ويلي چې د افغانستان له سقوط سره ډیپريس او تر روغتونه رسیدلی و.

ښاغلي دریا د افغانستان تازه سقوط او د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ د وخت سقوط سره پرتله کړل، ویې ويل: «تېر ځل په دومره آمادګۍ د سقوط پلان نه و برابر شوی.»

فرهاد دریا، چې د هنر تر څنګ په څرګندونو کې هم له پخوا څخه د ملتپالنې داعیه پالي، وویل:«دا ځل سقوط ډېر اغېزمن کړم، په یوه خونه کې مې ځان بند کړی و او حتا له موسيقۍ سره، چې هیڅکله هم نه وم پردی شوی، د پردیتوب احساس را ته کیده، له دېرو نژدې عزيزانو څخه هم لیرې شوی وم».

د هغه په وينا، د ډیپريس کیدو له وجې تر روغتونه ورسېد، خو بیرته له پخوا څخه په لوړ مورال میدان ته راغلی او د افغانستان او افغاني موسيقۍ د ژوندي ساتلو او خلکو ته د مورال ورکولو لپاره مبارزه کوي.

له دې سره دغه مشهور افغان هنرمن نړيوال د افغانستان په وړاندې په خیانت تورنوي.

نوموړی د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د یوې توندې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هغه او نورو سياستوالو ته له درناوي سره سره دوی ورته «سياسي پوکڼۍ» ښکاري، چې په یو ځل پړسول کیږي او ستریږي او بیرته پرزول کیږي.

فرهاد دریا د سختدریځو  لاس ته د افغانستان سپارل لویه «نړیواله لوبه» ګڼي او وايي چې په دې برخه کې نړۍ له افغانستان سره خیانت وکړ.

دغه مشهور افغان هنرمن ټینګار کوي چې افغانستان، ارزښتونه او موسیقي به یې ژوندي پاتې شي.

د ده په خبره، د افغانستان له تېر ځل سقوط څخه وروسته هم چې افراطي ډلو د موسیقۍ د ختمولو هڅې وکړې، افغاني موسيقي هنرمندانو بهر ته انتقال او ژوندۍ وساتله.

ښاغلی دریا د تنظیمونو د واکمنۍ مهال او ورپسې د طالبانو واک ته رسېدو موده يادوي، چې موسيقي پکې له هېواده بهر پالل کېده، چې ژوندۍ وه او بیرته هېواد ته ولېږدول شوه.

دی زیاتوي چې اوس هم د موسيقۍ د ژوندي ساتلو لپاره له هېواده د باندې هڅې دوام لري او افغاني موسيقي به ونه وژل شي.

فرهاد دریا په دې مرکه کې طالبان مخاطب کړل او ورته ویې ويل، چې د ادعاوو خلاف هنرمندان نه، بلکې په خپله دوی «طالبان» « لهو لعب» وايي.

نوموړی قرآني احکامو ته په اشارې وايي چې طالبان د خلکو د ژوند د خرابولو لپاره او هنرمندان د خلکو د خوشالولو لپاره کار کوي.

طالبانو په افغانستان کې پر موسيقۍ بندیز لګولی، په داسې حال کې چې د نړۍ هیڅ کوم بل مسلمان هېواد داسې بندیز نه دی لګولی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي څو مياشتې مخکې د پاکستان یوه ټلویزیون ته د موسيقۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل چې په پاکستاني ټلویزونونو کې د موسيقۍ له خپریدو سره ستونزه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې طالب جنګياليو یو شمېر افغان هنرمندان د موسيقۍ له کبله شکنجه کړي او سپکاوی ورته کړی دی.

په ختیځ ولایت کونړ کې خو څو میاشتې مخکې د قرآن کريم یو حافظ له دې کبله طالب جنګیالیو په ګولیو ويشتی او شهيد کړی و، چې ولې یې د ورور په واده کې موسیقي اوریده.

دغه وضعیت د نورو دلایلو تر څنګ له افغانستان څخه پر میلیونونو نورو افغانانو سربېره د موسيقۍ او فرهنګ د برخو د زرګونو فعالانو د مهاجرت سبب شوی دی.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی ولسمشر او بی ګونده اشرف غنی ته هیڅ ګڼاه نشته، دغه دسیسی د امریکا، پاکستان په تیره بیا د خلیل زاد لخوا تر سره شوی دی.

    موسیقی په ټولو اسلامی ملکونو کی شته. داچه په افغانستان کی نشته؟ کیدایشی طالیبان تغیر وکړی او موسیقی ته اجازه ورکړی؟ او یا به یی حکومت ژر نسکور شی او افغانان به خپله پخوانی موسیقی واپس شروع کړی.
    د رسول الله ص په وخت کی د موسیقی عصری اسباب نه وه. فقط د حیواناتو د پوستکی څخه جوړ شوی دایره یا دیرال او تبلی وی، په ودونو او خوشخالیو کی به د موسیقی لپاره تری خلکو استفاده کوله مګر هغه یی مزاهمت او یا د بندیدو امر نه وه کړی.
    دا چه نن طالیبان موسیقی بندوی کیدایشی د دوی په فکر کومه بله مسله وی؟

  2. یوه بله خبره:
    طالیبانو کولای شول چه د موسیقی لپاره یی یو حد ټاکلی وای، لکه ځمونږ او ستاسو پخوانی وطنی موسیقی. نه غربی او د طلوع تلویزون د ستاره افغان موسیقی چه ځمونږ د کلتور سره اړخ نه لګوی.
    ځکه ځینی وخت ځمونږ ځینی افغانان په موسیقی کی افراط کوی، حتی د غربی موسیقی څخه هم یو څو قدمه مخ په وړاندی حرکت کوی.
    ځمونږ ځینی هنرمندان حتی د موسیقی په ځینو تالارونو کی داسی لباس اغوندی چه ځینی غربیان یی هم نه خوښوی، زما په یاد دی چه په فیسبوکونو کی یو وخت سخته غوغا جوړه شوه، ځکه یوی افغانی هنرمندی په فاریس کی د کنسرت ورکولو په وخت داسی لباس پر خپل تن او ځان اخوستلی وه، چه نه تنها افغانانو بلکه د نړی ځینی نورو خلکو هم بد او هم غیر انسانی ګڼلی وه.

    بلی ځین وخت دحده زیاته موسیقی د یو مملکت د پیشرفت( علم او زده کړی) مخه هم ډب کوی لکه زمونږ ګاونډی تاجکستان چه د نفوس نمایی برخه یی په موسیقی کی غرق دی. او اوس یی د بندولو په چاره نه پوهیږی.
    نو طالیبانو ته پکار دی چه موسیقی په بشپړ ډول بنده نکړی بلکه یو حد ورته وټاکی.

  3. جناب فرهاد دريا نبايد خود را در موقعيت قرار دهد که هر کارهء افغانستان باشد ، يا کل ملت افغانستان به طرز وتفکر آقاى دريا خود را عيار بسازد ، اين جناب فرهاد دريا بايد از طرز ديد وتفکر ملت آګاه شود ، و به نظر اکثريت ملت احترام قايل شوند نبايد عکس آنرا که طبعا” خودخواهى بيش نه مي باشد توقع کنند !
    بسزيار متاسف هستم تعدادى از روشن فکران کشور ، خواننده ګان ، رقاصان ، حتى تعداد زنان خيابانى در دست استخبارات خارجى به آلهء بازى و دسيسه تبديل شده خود را نمايندهء ملت جار ميزنند و فرهاد دريرا يکى الز آنها است ، حالانکه اکثريت مردم کشور در طول بيست سال اشغال افغانستان وحتى قبل از آن نتوانستند نظر خود را با مسولين شريک سازند و يا مسولين عمداد” نخواستند و اين بدين معنى شده نميتواند که خواست چند زن خيابانى و خواننده و رقاصان و ٠٠٠٠٠٠٠ نظر اکثريت مردم است !

  4. زه د موسیقی خلاف نه یم ، منع کول به یې مشکل کار وي NETZ کې هر ډول موسیقی او فلمونه شته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب