شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پارلمان د عمران خان د صدراعظمۍ برخلیک ټاکي

د پاکستان پارلمان د عمران خان د صدراعظمۍ برخلیک ټاکي

 (یکشنبه، د حمل ۱۴مه) ټاکل شوې ده چې د پاکستان د پارلمان ملي جرګه نن (یکشنبه) صدراعظم عمران خان ته د بې باورۍ رایې د ورکولو په اړه بحثونه پیل کړي.

د عمران خان مخالف سیاسي ګوندونه وايي چې په پارلمان کې یې اکثریت ترلاسه کړی او نوموړی به سلب اعتماد کړي. خو عمران خان پرون وویل چې ولس ته به زېری ورکړي. د ښاغلي عمران خان اشاره ظاهراً دې ته وه چې د ملي جرګې ځینې غړي یې بېرته خپل کړي دي.

عمران خان یو وار بیا ادعا وکړه چې د امریکا متحد ایالتونه د ده د لېرې کولو هڅه کوي او ممکن په پارلمان کې د عدم اعتماد رایو نتیجه ونه مني.

ده پرون (شنبه) په اسلام اباد کې یو شمېر خبریالانو ته وویل:«زما د لېرې کولو هڅه د امریکا له لوري زموږ په کورنیو پالیسیو کې بربنډه لاسوهنه ده.»

ده زیاته کړه:«کله چې ټوله پروسه بې باوره وي زه څنګه هغه نتیجه ومنم.»

عمران خان تر دې یوه ورځ وړاندې، یعني د اپریل په لومړۍ ویلي و چې حکومت يې د امریکا سفارت ته رسمي اعتراض سپارلی دی.

عمران خان تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د ده د لېرې کولو دسیسه په دې خاطر ده چې د فبرورۍ په ۲۵ مه پر اوکراین د روسیې د یرغل په ورځ یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي و.

عمران خان د مارچ په ۳۱ مه ملت ته په وینا کې وویل چې یو رسمي سند یې ترلاسه کړی چې له واکه د ده د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

ده که څه هم هغه مهال د کوم هیواد نوم وانخیست خو اشاره یې په څرګنده امریکا ته وه.

عمران خان دغه راز وویل:«په سند کې ویل شوي چې موږ به په هغه صورت کې پاکستان وبخښو چې عمران خان ته د نه اعتماد رایه ورکړل شي. خو که د بې باورۍ رایه بریالۍ نه شي، پاکستان باید له سختو وختونو سره مخامخ شي.»

1 COMMENT

  1. عمران خان د اوکراین په جګړه کی د بی طرفی دریځ بیعه پری کوی چه ولی یی د امریکا په طرف رایه ورنکړه ، او تعجب یی لادا چه ملا فضلو او د باکستان نور اسلامی ګوندونه پدی لوبه کی د لوبغاړو رول په مخ وړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب