جمعه, مې 3, 2024
Home+نړيوال پرمختګونه، راتلونکي توپانونه او زموږ شلېدلې شړۍ

نړيوال پرمختګونه، راتلونکي توپانونه او زموږ شلېدلې شړۍ

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

د اوکراین غلطه محاسبه وه  او يا هم په بل تعبير د خپل تير عظمت د را ژوندي کولو  خيال وو، خو روسيه د سريښو په ډنډ کې ونښته/ ونښلول شوه. اروپا له مستقیم ګواښ لاندې ده. د خپل امنیت لپاره به ګامونه پورته کوي او دغه کار لګښت ته اړتیا لري. د امریکا په کورنیو او بهرنیو تګلارو باندې د خپل ولس لخوا د پراخه کچې بې باوري، په وروستیو کلونو کې د همدغه هيواد نړیوال وقار له لاسه ورکول او داسې نور ګڼ لاملونه ( له افغانستان څخه ناببره  تېښته پکې ستر رول لوبوي)  زیات شمیر نړيوال پوهان او شنونکي داسې وړاندوينه کوي چې د دغه هېواد د هژمونيکي ماتيدو وخت رارسیدلى دى.

د نړیوال نظم له منځه تلل به په روانه پيړئ کې ستر بدلون وي. دا به د امریکا لخوا د دوهمې نړيوالې جګړې د ګټلو، د انګریزانو د صنعتي انقلاب او د فرانسې د کلتوري ارزښتونو له امله د ترلاسه شوي برم  پاي وي، چې لامل به يې هم د هغوى خپلې تېروتنې، يواړخيزې کړنې، نظامي يرغلونو او په نورو هېوادونو باندي د خپلو کلتوري اړخونو د تپلو فشارونه وي.

شنونکي د چين چټک پرمختګ ته د نوي پيل او يا هم په بله اصطلاح د تاريخ د پاى په سترګه ګوري.  له څو لسیزو راهیسې د چين اقتصادي، نظامي او جيوپوليتيک پرمختګ دغه تيوري پياوړي کوي چې دغه هېواد د نړيوال مشرتابه لپاره چمتووالى نيسي. ددغه نظر مخالفین فکر کوي. چې د چین اقتصادي وده د متحده ایالاتو د بازار په ثبات پورې تړلې ده.  که احياناً د امریکا اقتصاد اغيزمن کيږي نو د چين اقتصادي وده هم راښکته کيږي.

ويښ او په علم باندي سمبال ملتونه له توپانونو څخه د ځان ژغورلو په موخه اړين ګامونه اخلي او ځان د بدلون له ځپونکو اغيزو څخه خوندي کوي.  په دغه  تناظر کې زموږ د ملي يووالي او جغرافیوي جوړښت په وړاندې پرتې ننګونې او فرصتونه شتون لري او موږ کولاى شواى چې ننګونې په فرصتونو باندې بدلې کړو، خو متاسفانه موږ د خپل مټکور ذهنيت له مخې لاهم پريکړه ونکړاى شوه چې انجونو ته د زده کړو اجازه ورکړو او که ناروا يې وګڼو.

زموږ د اوسنى ترينګلى اقتصادي رکود ستونځه،  په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شويو پولي زېرمو د خلاصون، ترلاسه کولو او د غربي هېوادونو د مرستو په جلبولو نه حل کېږي. د تيرو شلو کلونو پراخو نړيوالو مرستو سره سره زموږ شليدلې شړۍ ته په کتو موږ اړ يو د  اقتصادي ستراتیژی له لارې د کورنيو توليداتو کچه لوړه کړو، عوائد زيات کړو، بهرنئ پانګونې جلب کړو او د نړيوالو مرستو ترلاسه کولو لپاره  په فني  توګه د اغيزمنو پرمختيايي پروژو پلانونه جوړ کړو، خو موږ په دغو مسایلو باندې لاهم فکر نکوو.

داخبره کول اسانه ده چې موږ به چاته اجازه ورنکړو چې د افغانستان د خاورې په کارولو د بل هېواد امنيت وننګوي او يا هم دا چې زموږ هېواد به بل ځل د سترو ځواکونو او سيمې د هيوادونو ترمنځ د ناروا رقابت او نيابتي جګړو ډګر ونګرزي. مګر زموږ ناوړه حکومتولي، نا انډوله حکومتي جوړښت، له هر ډول توجیه څخه وتلي اوامر، د واک شديد انحصار، د اداراتو په ټپه ولاړ حالت، د معاصرو زده کړو له بنسټونو سره بيځايه دښمني، له ښاري کلتور سره مطلق نابلديت، له خپل ملت او نړيوالو سره د تعهداتو ماتول، د لوړې کچې ولسي حساسیتونو شتون، له نړيوالو سره د تقابل صورت حال، خطرناک جغرافیايي موقعیت، کورنيو اختلافاتو، اړتياو، سياسي نيمګړتياو او ستونځو ته په کتو  په يادو ژمنو عمل کول به يقيناً نه يوازې ګران وي، بلکې ناشونئ کار دى.

زموږ د اوسني قيادت لپاره به په واقعي توګه د بين الافغاني بهير په مرسته د انډوليزې تګلارې ترتیبول چي د افغانانو د ګډ برخلیک مفکوره تعقیب کړي، د ټول شموليت، ناپېيلتوب، سولې، پرمختګ، برابري، عدالت او ازادي پر ګډو ارزښتونو باندي متمرکزه او د عملي کولو وړتیا هم ولري، په اوسني په ټپه ولاړ حالت کې ناشونې ښکاري.

که موږ په ريښتوني ډول غواړو چې د راتلونکي نړيوال بدلون له زيانونو څخه هيواد وژغورو، له هيواد څخه د رقابتي او بلې سړې جګړې ډګر جوړ نشي او مخته پرتې ننګونې په فرصتونو باندې بدلې کړو، نو اړینه ده چې د يو بل د نفى کولو په موخه د جمهوريت د مهال (صفر سم) (zero sum)  او د امارت د (ميم زبر ما ټول د ما)  تګلارې پریږدو،  مشترکات  ولټوو، يو بل ته متقابل درناوي وکړو، نو د بريا د څرک لټون به ستونځه ونلري.

شک نشته چې زموږ په دوديزه مذهبي ټولنه کې نه د پخواني حکومت د ليبرليزم او نه هم د اوسنيو حاکمانو يونيلټراليزم او انحصار پاليسي د چلن وړ ده.  مجبور يو چې له نړيوالو سره د ترتيب شويو ستراتیژیکو اړیکو له لارې سیاسي دوه اړخیز اعتماد ته  وده ورکړو، د ګډو ګټو د تعقیبولو ميکانيزم وکاروو. د اسلام له اصولو سره سم د پراخ ملي مشارکت او ولسي استازيتوب پر اساس د حکومتولۍ بنسټ کيږدو. ټول منلى اساسي قانون نظام او ملي بنسټونه جوړ کړو.

که کله په ديموکراسي او کله هم په اسلام کې د افراطيت خوا نيسو او يا هم د يو بل د حذف  او نفى تګلاره مخته وړو، د خپل ولس او نړئ په وړاندې سملاسي سنګر نيسو، پوهنتونونه او ښوونځي تړو، نا اهله افراد په دندو ګمارلو، د ولس د دردونو د درک کولو پرځاى يوازې ورباندې د حکم چلول خپل مسئولیت ګڼو، نو په زغرده وايم چې زموږ شړئ شلېدلې، موږ محتاج ملت پاتې شوي يو. موږ پرون هم  غلامان وو، نن هم  يو او سبا به هم غلامان يو.

اوسني ترخه ځمکني حقائق دادى چې يوازې امريکا او لويديزه نړۍ زموږ د لنډمهاله  اقتصادي رنځ درملنه کولولاى شي. چين او روسيه له اقتصادي اوس مهال زموږ د هيڅ درد درملنه نشي کولاى، خو له اقتصادي ګرداب څخه زموږ  له راوتلو وروسته د پانګونې او تيکنالوژي له لارې زموږ د زيرمو راسپړلو، زراعت او صنعت عصري کولو په برخه کې ښه شريکان جوړيداى شي.

اوس پوښتنه  داده چې ايا موږ د فنى او مسلکي وړتیاو په برخه کې خپلو نيمګړتياو ته په کتو ددغو سترو ځواکونو ترمنځ د انډول ساتلو او په خپل وخت کې له هر يو سره د مشترکاتو د لټون له لارې د ګټې اخیستنې ظرفیت لرو؟  که موږ له ژورو اصلاحاتو پرته لکه د اوس په شان په سرټمبه توب حکومت کولو ته دوام ورکوو، علمي بنسټونه تړو، دولتي پوستونه د غنيمت مال ګڼو، د معلوماتي ټکنالوژي په اوسني توپاني څپو کې د رسنيو مخه نيسو، نو ځواب يقيناً منفي دى. موږ له سترو اصلاحاتو راوستو او د مسلکي حکومت له جوړولو پرته په هيڅ ډول دا وړتیا نلرو چې افغانستان د يوه ناپييلي انډوليز سوکاله او ښيرازه هيواد په توګه وساتو.

10 COMMENTS

  1. شاغلی وحید،
    شکلی، ژوره او پر حقایقو ولاره لیکنه مو کری. ولی بدبختانه په اوسنی طالبانیزم کی هیح حوک نشته چی دغه دول لیکنی تحلیل او پر ارزشت یی وپوهیژی.

  2. د مننې ترڅنګ به دومره هم درته ووايم چې کاش چې د دغه هېواد او ولس د ستونځو ختمولو لپاره مى نور هم څه کولاى شواى. زه فکر کوم چې بالاخره به دغه حکام پوه شي چې هغوى غلط او ولس ورته سمه مشوره ورکوله. کار ټول چاپلوسانو خراب کړى دى. هغوى ورته وايي چې ولس پنځه وخته لمونځ کى تاسو ته لاس په دعا نيولي دي

  3. سلامو نه او نېکې هیلې
    افغانستان د۶۲ کم اوزیات مسلمانو هېوادونو او دغې رسنیو اغیز لاندې فسبوکی ویوتیوبی ګنګ جنجالی ڼړۍ یوه برخه ده جبرا باید له همدې کتلی سره په هراړخیزه برخو کې تعامل ولری. له وړوکو خبرو راووځی او نړیوالو مسایلو ته لاره وپرانیزی .
    ما مخکې هم دغه خبره کړې ده اوس یی یوځل بیا تکراروم او هغه داچې وایی سه چیز بې سه چیز نماند اصلا دسعدی خبره ده:
    ملک بی سیاست .
    مال بی تجارت
    علم بی بحث
    اوس راځو دملک خبرې ته چې اهمیت یې له کنډوالې هم بدتر څېړل کیږی، دغه دڅلورو لسیزو جنګ او جګړو خوړلې کندواله طبیب ته ضرورت لری چې درغولو سمه نسخه ورکړی او روغه شی .قو: دهیلیو په کورنی کې یو مرغه دی کله چې هغه مری نوخان یوه لوری ته ګوښه کړی او به لوړ غږ سندرې پیل کړی ترڅو یی سا/یانفس وخیږی.
    ملک لرو خوپه سیاست یی نه پوهیږو ځکه استعداد یی نه لرو. فیلان ساتو خو دفیل خانو غم یې نه خورو،په یو ویشتمه پېړی کې اوسیږو خو دلسمې پېړۍ دعلم قلم او بیان تحجر کوو .علم الانسن مالم یعلم لولو خو بندیز ور باندې لګوو او همدارنګه د لیطغی په لومه کې زهیر بند پاتې یو او له نړۍ سره هم دېپلوماسی کې ناکامو لو بو کې رګیر یو نو ځکه چې الهی په ترتیب او ترتیل سره فرمایی ….. استغنی….. الرجعی …. ینهی …. صلی ….. هدی…..نلسن مندیلا به ویل: چې دبشر دحقوقو خبره له سبا ناری پیل کیږی خو له بده مرغه افغانستان کې یی وخت معلوم نه دی.
    دا به پریږدو چې ڼړۍ او ڼړیوالو استخباراتو ګړبړ، ډلو او کړیو څه ډول لوبې او غوغا وې را اخیستی ولې مهمه داده چې موږ واقعا خپله ستونزه بشری فاجعه، مشترکات ، مشروعیت،تعامل انعطاف ،اړیکی ،ملی اواسلای ارزښتونه ضرب د اتو میاشتو کې پېژنو اوکه دریس ، وزیر، سرپرست او بل لوړ مقام غم راسره دی چې په کلتوری لحاظ زموږ فرهنګ او تولنه دلاف او باټ سره ملګری دی خکه همدغو القابو اړیکو همدا ملت په لسو ادارو کې وژلی.ما په تصادفی ډول د مولوی عبدالرحمن راشد فکر کوم چې دکرهڼې سرپرست وزیر دی مرکه واور یده دهغه معلومات دې ته پاتې کیده لکه یوه شپانه ته چې ووایی راشه روغتون کې دطبیب په توګه کار وکړه ایا دا فساد نه دی اسلام څنګه جوازورکوی ی حوک شته چې ځواب ووایی ؟نور ډیر داسې اړیکی شته چې اسلام ننګوی .زور ،زر، استعمار او استعباد هیڅ پټ نه پاتې کیږی. هو! مشترکات کور مو ودان اوخوښ اوسی

  4. سلامونه،
    ورور عبدالوحيد صاحب مڼنه له هر اړخیزې لیکنې مو.ملګرو خپل نظرونه وړاندې کړي. رښتیا هم ایکاش! چارواکي ېې ولولي،واېوري او د حل لیارې عملي کړي.
    بښنې سره زه د (صفر سم! ? Zero Sum) په مانا پوه نه شوم. خو لیبرالیزم چې اوس په ډیریو اروپايي هیوادونو کې ټولنیز سیستم دی په افغانستان کې ېې صرف لکه د کباب بویونه رسیدل مګر فرعونیانو او طاغوتیانو بریالیتوب ته نه پریښود.
    ک.مارکس ویلي و:” بهترین اقتصاد د وخت اقتصاد دی!”.
    مشران، استادان، متخصصان، نوښتګره ځوانان، عالمان،ښځې او نر او… باید په یو موټي کیدلو لکه د ۵وخته لمونځ ، د هیواد لمړیتوبونو وخت ضایع نکړي.مڼنه او مینه.

  5. ښاغلی وحیدالله وحید صیب، د ستا له لیکلی مننه!
    افغانستان پدی ۴۵ کلنی دوری هر ډول پلانونه جوړ کړی او لری یی مګر د کاغذ په سر پاتی شوی ځکه چی هر څوک په قدرت کی پاتی شوی نو د چا مشوری او مثبت نظر ته یی پام ندی کړی، کچیری تیر نظام ته وګورو هم د چا خبری ته غوږ نه نیوه موږ ولی اوس له طالبانو ګیله وکړو، مهمه داده چی له هر هیواد د مقابل احترام په اساس سیاسی اړیکی وپالو که هغه هند او پاکستان یا چین او امریکا یا روسیه او برتانیه وی
    زموږ اوسنی نظام باید له جرمنی، روسیی، چین او هند او همدارنګه له نورو هیوادونو نیکی او اقتصادی اړیکی وپالو او دا غوښتنه ترینه وکړو چی د افغانستان د آبادی او پیاوړی اقتصاد او ځان بسیاینی لپاره تخنیکی او مالی مرسته وکړی
    هند ته باید ووایو کچیری د بندونو او نورو تولیدو فابریکو په جوړولو کی له افغانانو سره تخنیکی او مالی مرسته کوی نو افغان دولت باید ورته د امنیت پوره ډاډ ورکړی مګر داسی مرسته دی نه را سره کوی چی دلته پآکستان ځانته د خطر احساس وکړی همدا شان نورو هیوادونو ورته مثال سره د بهرنیو چارو وزارت له لوری دا ډول ګام یا اعلان وشی ترڅو افغانان پوه شی چی دولت د بیکاری او فقر په ورکولو کی فعاله ونډه اخلی

  6. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    يقيناً د تأسف مقام دى چې موږ په يويشتمې پېرۍ کې د لسمې پيړئ د خلکو په شان فکر کوو. سوسياليزم د سوسياليساتانو ديموکراسي د همدغه ديموکراسي له ډنډورچيانو اسلام په خپله د اسلام د دعوه کونکو په لاس ضربه وليده او علم د اهل علم د عنادونو او تضاداتو له امله زيان وليده.

    په رډو رډو سترګو ورته ګورو چې د ان تؤدو الامانات الى اهلها مفسرين د ملت په اماناتو کې خيانت کوي او ځان نه يوازې متخلف ورته نه ښکاري بلکې په همدغه ايت باندي ځان عامل ګڼي.
    په هرحال موږ د بنسټیزې دښمني بر اصل نه بلکې د سالم انتقاد په شکل ورته لمن غوړوو ږيره يې نيسو چې پوه شي چې دغه لار مو مکې ته د رسيدو پرځاى ترکستان ته رسوي.

  7. قدرمن ګل محمد صاحب. تاسی لیلکلی چی : (…هند ته باید ووایو کچیری د بندونو او نورو تولیدو فابریکو په جوړولو کی له افغانانو سره تخنیکی او مالی مرسته کوی نو افغان دولت باید ورته د امنیت پوره ډاډ ورکړی مګر داسی مرسته دی نه را سره کوی چی دلته پآکستان ځانته د خطر احساس وکړی …) باید ووایو چی نه یواځې د هند بلکی د هر هیواد کمک ته پاکستان د خطر په سترګه ګوری او له هر ډدول عمرامی کمک څخه د خطر احساس کوی، دا چې ځکه پدی سره افغانستان ابادیږی، همدا د افغانستان آبادی او پرمختګ او سوله دپاکستان نظامیانو او استخباراتو ته مرګ ده، خو پاکستانی ولس دافغانستان په ابادی خوښ دی ، نو ته څنګه وایی چی داسی مرسیته دی وکړی چی پاکستان ته خطر نه وی . پاکستان سره بی خطره مرسته دافغانانو په انتحاریانو باندی الووزول او د دوی د فابریکو، مکتبو او پلونو سرکونو ورانول دی ، نو ایا ته همداسی کمکونه ښيي؟ یعنی ته د پاکستان له سترګو افغانستان ته ګوری؟

  8. مننه صافي صاحب محترمه
    بښنه غواړم. زړه مې وو چې دغه اصطلاح تشريح کړم خو نه پوهېږم ولې راڅخه پاتې شوه.
    Zero Sum اصطلاح په انګليسي کى استعماليږي او مفهوم يې ده د نورو په زيان کې د ځان لپاره د ګټو لټون. بيا هم مننه

  9. سلامونه او مننه جناب ګل محمد صاحب محترمه

    زه له تاسو سره همغږى يم چې هرڅوک راغلل خپله بوجۍ يې دکه کړه. افغانستان يې کنډواله پريښود. زما ګيله يا مشوره يوازې له طالبانو نه ده بلکې دغه ډله اوس حاکمه ده. رول لرى اغېزې لرى او که غوږ ونیسي نو کار سميږي. که تاسو په ګوګل کې عبدالوحيد وحيد وليکئ نو د تير حکومت په مهال مې هم هغوى باندې انتقاد کړي مشوره مو ورکړې ده خو اوس يې نه يادوم. اوس ګټه نکوي. هغوى دتاريخ يوه پاڼه ده.
    ما هم په ليکنه کې د نړيوالو اړيکو په برخه کې د انډول ساتلو سيمه ييزو نزاکتونو او حساسيتونو ته د پام کولو په چوکاټ کې د ستراتیژی جوړولو سخت کار ته اشاره کړې ده.

  10. سلامونه او نیکی هیلی جناب وحید صیب!
    کچیری تاسی په تاند کی سیاسی لیکنو باندی زما نظریات وګوری د پاکستان پر ضد دی مګر زه دا خبره هر وخت کوم چی آیا نړی په پوهیږی چی پاکستان له ابتدا تر اوسه د ترهګرو ډلو مالی او نظامی مرسته کوی او کړی ده
    نو بیا همدا امریکا، ورسره د ناټو مشترک هیوادونه ولی په پاکستان سیاسی، نظامی او مالی بندیز نه لګوی درحالیکه پخوانیو دولتی او سیاسی او استخباراتی افغانی چارواکو د پآکستان له اصلی څیری پرده پورته کړی مګر بیا هم دوی پاکستان ته هیڅ هم نه وایی یعنی دا معنا چی نړیوال زموږ پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه له پاکستان سره مل وو او دا د بشر حقوق چیغی دروغ دی نو کچیری امریکا یا برتانیه دا کار کوی نو نړی ولی پټه خوله ، کچیری هغه هم ورسره هم لاسی دی نو بیا نړیواله محکمه ولی د افغانانو ۴۵ او ۲۰ کلنی چیغی نه اوری؟
    نو لدی معلومیږی چی په اصلآ چی څوک د بشرحقوق چیغی وهی د بشر پر ضد ګام پورته کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب