یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+ټويټر چا او ولې جوړ کړ؟

ټويټر چا او ولې جوړ کړ؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ټوېټر څه دی؟ بنسټ ايښودونکی يې څوک وه؟ د دې ټولنيزې رسنۍ د جوړولو موخه څه وه؟ دا او نورې ټولې هغه پوښتنې دي چې د دې ليکنې په ترڅ کې به تاسو ته ځواب شي.

ټوېټر وروسته له فېسبوک څخه ترټولو زياته ملاتړ لرونکې ټولنيزه رسنۍ ګڼل کېږي او دمګړۍ په ټوله نړۍ کې فیسبوک پسې دویم زیات کاروونکي لري.

ټوېټر هغه ټولنيزه او ميکروبلاګي آنلاين شبکه ده چې خپلو کارکوونکو ته دا اجازه ورکوي چې څو د ۱۴۰ – ۲۸۰ کرکټرو پورې پوسټونه چې د ټوېټ په نامه يادېږي، واستوي او ويې ليکي.

ټوېټر د ۲۰۰۶ کال د مارچ په مياشت کې د ( جک دروسي ) له لوري رامنځ ته شو او د همغه کال د جون په مياشت کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. نوموړې ټولنيزه رسنۍ په ډېرې چټکۍ سره پراختيا وموندله چې په ۲۰۱۲ کال کې يې د کاروونکو شمېر تقريبا ۱۴۰ ميلونو ته ورسېد.

د ټوېټر شرکت د امريکې په سانفرانسسکو ښار کې موقعيت لري او ټوېټر په ټوله نړۍ کې يو له هغه لسو سايټونو څخه دی چې ډېر کتونکي او ليدونکي لري.

جک دروسي وايي: د ټوېټر کليمه مې په ناڅاپي او تصادفي ډول ‌ذهن ته راغله چې دا په حقيقت کې ډېر ښه انتخاب وو. د دې کليمې مانا: د نامرتبطه اطلاعاتو لنډ ځنځير او د الوتونکي غږ دی. د يادونې وړ ده چې ټوېټر په لومړيو کې د اوډيو شرکت داخلي کارکوونکو لپاره اوډون شوی و، خو د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کې په يو خپلواک شرکت واوښت.

د ټوېټر پرمختګ

د ټوېټر شرکت ډېر ژر او په کمه موده کې پرمختګ وکړ او پراخ شو. په ۲۰۰۷ کال کې په هرو ۱۵ دقيقو کې ۴۰۰ زره ټوېټونه پوست کېدل، دا رقم په ۲۰۰۸ کې ۱۰۰ ميليونو ته ورسېد. په ۲۰۱۰ کال کې د ټوېټر کاروونکو د ورځې ۵۰ ميليونه ټوېټونه استول او د compete.com سايټ په قول د ۲۰۰۹ کال د جون په مياشت کې ټوېټر د ټولنيزو رسنيو په کتار کې درېیم مقام واخېست.

د ټوېتر مالي سرچينې 

د غير رسمي منابعو له مخې د ټوېټر لومړنۍ پانګه له ۱ څخه تر ۵ ميليونو ډالرو پورې وه. کله چې د ټوېټر شبکه په کار واچول شوه نو د يو شمېر مالي، صنعتي او څېړنيزو بنسټونو او شرکتونو لخوا د ۵۷ ميليونو ډالرو په ارزښت په نوموړې شبکې کې پانګه اچونه وشوه.

(Union Square Ventures)، (spark capital) او (Insight Venture Partners هغه شرکتونه دي چې په ټوېټر کې يې پانګه اچونه کړې ده.

د ټوېټر ځانګړنې

ټوېټر د نورو ټولنيزو رسنيو په پرتله ډېره ساده او اسانه ده او کاروونکي يې کولی شي چې په ډېرې اسانۍ سره، په چټک ډول او په لنډه موده کې ټوېټ وکړي او هغه په ټوله نړۍ کې له ميليونونو نورو کاروونکو سره شريک کړي.

۱- ټوېټر خپلو کاروونکو ته دا امکان برابروي څو په لڼډه موده کې نويٍ ټوېټونه وکړي او د نورو کاروونکو وروستي ټوېټونه په اسانۍ سره وګوري.

۲- د ټوېټر هر يو پيغام ( ټوېټ ) د ۱۴۰ – ۲۸۰ کرکټرو پورې محدود دی چې په چټکۍ او اسانۍ سره د ليدلو وړ ده او لوستل يې لږ وخت نيسي.

۳- ټوېټر خپلو کاروونکو ته د کار د اسانۍ په موخه د ټوېټر پيغام بکس هم رامنځ ته کړی دی.

۴- په امريکه کې د لوړپوړو چارواکو، مشهورو څېرو او مهمو کسانو د ټوېټونو د ساتلو او خوندي کولو لپاره يوه ځانګړې اداره همدې کار ته ګومارل شوې ده.

۵- کله چې د ټوېټر يو کاروونکی ډير فالورز پيدا کړي او په مختلفو برخو کې ګټور، موثق او کره مالومات خپلو مينه والو ته وړاندې کړي، نو د ټوېټر له لوري ورته د نوموړي شخص د پروفايل ترڅنګ يوه آسماني رنګه ټکمارک شوې علامه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب