یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو له متقي سره د...

د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو له متقي سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

تاند(دوشنبه، د حوت ۷ مه) د طالبانو، اندونیزیا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر حالاتو په ځانګړي ډول په افغانستان کې پر تعلیمي وضعیت د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کړي دي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی قهار بلخي په قول ویلي چې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اندونیزیا د باندنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي او د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لواوه الخاطر د یکشنبې په ورځ سره ولیدل.

د اژانس پر اساس په دې هراړخیزو خبرو کې په افغانستان کې پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې وشوې.

د قهاربلخي په وینا قطري او اندونیزیايي خواوو افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې دوی حاضر دي د افغانستان له خلکو سره بشري مرسته وکړي.

بلخي ویلي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې اغلي مرسودي ژمنه وکړه چې هیواد به یې په افغانستان کې له تعلیمي ادارو سره مرسته وکړي او افغان محصلانو ته به سکالرشیپونه ورکړي.

دې ته په کتو چې د دوو اسلامي هیوادونو دوو ښځینه چارواکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي، باور کېدای شي چې دواړو هیوادونو به په دې خواشیني او غوسه ښکاره کړې وي چې طالبانو ولې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

قطري چارواکو تر دې وړاندې هم طالبانو ته څو ځلې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ویلي و چې قطر یو اسلامي او عربي هیواد دی یعني تر طالبانو پر اسلام ښه پوهیږي خو د اسلام په نوم هغسي کارونه نه کوي چې طالبان یې کوي.

ښاغلي متقي نن (دوشنبه) په دوحه کې د قطر له باندنیو چارو وزیر سره هم وکتل.

سره له دې چې امیرخان متقي او یو شمېر نور نرمدریځي طالبان هڅه کوي چې نړیواله ته طالبان متعدل او له اوسنۍ نړۍ سره په لار روان وښيي خو د طالبانو په منځ کې سختدریځو په وروستیو کې شدت ته مخه کړې او افغانانو او نړیوالو ته یې د طالبانو پخوانی رژیم یو وار بیا ورپه یاد کړی دی.

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې امریکا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو تکل کړی و خو د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د ژمنې نه عملي کېدو امریکا له خپلې ارادې شا ته کړه.

3 COMMENTS

  1. زماپه نظر طالب ، طالب دى نرم دريځى اوسخت دريځى زيات توپير نه سره لري دواړي ډلي ديوه آس غوږونه دى

  2. دا متقی اوس په کوم دلیل د نا محرمو ښځو سره خبری کوی؟؟؟؟
    الأمر بالمعروف ډله اوس باید مټقی هم سنت کړی چه ولی پردو نا محرمو ښځو سره خبری کوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب