یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې د يوې لېسې مدير بندي او په غور کې...

په هرات کې د يوې لېسې مدير بندي او په غور کې د۲۰ ښوونکي ګوښه شول

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۹ مه) ‏په هرات کې د فيض محمد کاتب لېسې د مدير کورنۍ وايي چې د لېسې مدير احمدعلي حيدري له څه باندې دوه اونيو راهيسې طالبانو بندي کړی دی.

د نوموړي د کورنۍ د څرګندونو له مخې، حيدري د طالبانو د استخباراتو له لوري په نامعلوم دليل نیول شوی او برخليک یې تر اوسه نه دی څرګند.

ويل شوي چې طالبانو نوموړی مدیر په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو خلاف په څرګندونو تورن کړی او شکنجه کړی یې هم دی.

له دې سره د احمدعلي حيدري کورنۍ پر نوموړي د طالبانو خلاف د تبلیغاتو تور ردوي.

بل لور ته: د هرات له ګاونډي ولايت غور څخه راپورونه وايي، چې طالبانو د پوهنې رياست شل کارکوونکي په ډله ییزه توګه له دندو ګوښه کړي دي.

په ګوښه شويو کسانو کې د ۱۲ ولسواليو د پوهنې آمران، ځینې مديران او دغه راز د معارف د نظارت مسوولان شامل دي.

ويل شوي چې ګوښه شوي کسان د اوږدو کاري تجربو لرونکي وو.

د غور د والي وياند عبدالواحد حماس بیا ویلي، چې ګوښه شوي تعليمي مسوولان دندو ته نه حاضريدل.

څو ورځې مخکې د طالبانو د واکمنۍ د پوهنې وزارت وویل، چې د معلمۍ ۲ زره بستونه یې ازادې سيالۍ ته وړاندې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب