یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان ۱۵ افغانان په تورخم کې خوشې، ۴۷ نور ونیول

پاکستان ۱۵ افغانان په تورخم کې خوشې، ۴۷ نور ونیول

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۹ مه) ‏د طالبانو چارواکو ويلي چې پاکستان پرون په تورخم کې ۱۵ افغان بندیان ورته سپارلي دي.

د‌ باختر اژانس د راپور له مخې، دغه کسان په مختلفو تورونو بندیان شوي وو، چې نن دوی ته تسليم او خوشې شول‌.

ويل شوي، چې خوشې شويو بنديانو ته د کډوالو د نړيوالې ادارې ای او ایم له لوري يوه اندازه نقدي مرسته هم سپارل شوې ده.

پاکستاني چارواکو څو اوونۍ مخکې هم یو شمېر افغان بنديان په تورخم کې طالبانو ته تسليم کړل، چې په دې ډول له بنده خوشې او د نقدي مرستو له ترلاسه کولو سره خپلو کورونو ته ستانه شول.

طالب او پاکستاني لوري دواړو د یادو خوشې شویو بندیانو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له لوري تل شکايت شوی، چې پاکستاني پولیس یې د قانوني اسنادو د لرلو باوجود هم بندیانوي او ناوړه چلند ورسره کېږي.

له بلې خوا پاکستاني پولیسو پرون / چهارشنبې/ په خیبر پښتونخوا کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي.

د ډېره اسماعیل خان چارواکو پرون وویل چې ۴۷ تنه افغان کډوال یې په ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان او ټانک کې په دې تور نیولي چې د سفر قانوني اسناد یې نه لرل.

د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ځايی رسنیو ته ویلي چې نیولي کسان یې د پېښور محبس ته لېږلي او وروسته به افغانستان ته واستول شي.

ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب