Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه یو ملیارد ډالرو ته...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه یو ملیارد ډالرو ته راکم

تاند(یکشنبه، د حوت ۸ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه له دوه نیم ملیارد ډالرو څخه یو ملیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو د اندازې پر کمېدو د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګري او صنایعو ګډې خونې په خپل راپور کې ویلي چې د سوداګرۍ لپاره د دوستانه پالیسۍ د نشتوالی، د بارتري (جنس په جنس) سوداګرۍ لپاره د مناسب میکانیزم نه موجودیت، نااغېزمنه پانګونه د ځینو نورو عواملو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو د کمېدو عوامل دي.

نژدې یوه اونۍ مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان مرکزي بانک د مالیې وزارت وزارت ته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د ډپلوماتیکو چینلونو له لارې له افغانستان سره د بارتري یا د جنس پر وړاندې د جنس د معاملو په اړه موافقې ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان د بهرنیو اسعارو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

راپور همداراز په افغانستان کې د فعال بانکي سیستم نشتوالی بلل دلیل بلل شوی او ویل شوي چې اوس نړیوال انتقالات (د پیسو) د درېمګړي بانک په وسیله کېږي.

د دوو هیوادونو ترمنځ په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان څو ځلې د سپین بولدک او تورخم لارې بندې کړي چې له کبله یې سوداګرو سخت زیان کړی دی.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نور-الدین عزیزي سبا دوشنبې تورخم ته لاړ شي او د افغانستان او پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ پر مسایلو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې په دې خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري به د سوداګرۍ او صنعیت په چارو کې د صدراعظم مرستیال عبدالرزاق داوود کوي او په غړو کې به یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استاز محمد صادق هم شامل وي.

افغان او پاکستاني پلاوي به د تورخم پر لاره د دروازې د پرانیستو د وختونو د زیاتولو، د تاسیساتو د جوړولو، مسافرانو او ناروغانو ته د تګ راتګ او افغانستان ته د بشري مرستو د استولو لپاره د نورو آسانتیاوو د چمتو کولو پر موضوعاتو بحث وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...