Homeخبرونهد م.م شکايت، افغانستان ته د غوښتل شوې مرستې ۱۲ سلنه تامین...

د م.م شکايت، افغانستان ته د غوښتل شوې مرستې ۱۲ سلنه تامین شوې ده

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه) د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې افغانستان ته یې د غوښتې ۴ نیم میلیارده ډالره بشري مرستې ۱۲ سلنه تر اوسه را ټوله کړې ده.

په دې اړه د ملګرو ملتونو د ټاکل شوي اته کسیز پلاوي مشرې رینا ګيلاني ويلي، چې دوی د يادې مرستې د ټولولو او وېش څارنه کوي.

د نوموړې په وينا، تر اوسه د غوښتل شوې دې مرستې یوازې ۱۲ سلنه تامین شوې ده.

رینا ګیلاني په ورته وخت کې د دغې مرستې د سم وېش لپاره د څارنې د يوه ميکانيزم د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

نوموړې زیاتوي، چې تر اوسه يې په کابل، کندهار او پروان ولایتونو کې د مرستو د وېش څارنه کړې ده.

مخکې د سره صليب نړيوالې ادارې پر نړيوالو مرستندويانو او هېوادونو نیوکه کړې وه، چې افغانستان سره مرستې ته چندان لېوالتيا نه لري.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، په افغانستان کې تر ۲۸ میليونو پورې خلک له سخت فقر سره لاس و ګریوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...