د قران کریم د ژبې په اړه زه د مدرسې له وخته ګنګس وم، د بلاغت په کتابونو کې راغلي و چې د خدای کتاب معجز دی، له دې امله هغه نه نثر بل کېږي او نه شعر، بلکې له دې دواړو ما ورا دی، دغه يې د اعجاز نکته بلله.
دغه ګنګسیت تر ډېره وخته را سره پاته و او بیا هغه وخت ختم شو چې په قران کریم کې مې فکر وکړ، د قران کریم په هغو ایاتو کې مې سوچ کاوه چې قران په عربي ژبه بولي، د عربي ژبې واضح کلام يې ګڼي؛ نو زما پوښتنه حل شوه.
د عربي کلام دوې نوعې دي: یوه يې نثر یادېږي او بله يې شعر، قران له دې دواړو ماسیوا بلل، د قران کریم اعجاز نه دی، بلکې پر قران کریم د خلکو نیوکو ته لار پرانیستل دي.
الله تعالی خپل کتابونه انسانانو ته را لېږلي دي، که انسان د هغه په کتاب پوه نه شي، پيغام يې درک نه کړي، بیا يې رالېږل هيڅ معنا نه لري. دا خبره هر مسلمان درک کولای شي چې الله تعالی له نثر او شعر پرته هم داسې کلام ایجادولای شي چې د یوه صدق به نه پر کېږي، اما په هغه کلام به موږ نه پوهېږو، دلته هدف د یوه داسې معجز کلام اثبات نه دی چې انسان نه په پوهېږي، یا د خدای دا وړتیا خلکو ته روښانه شي چې الله تعالی داسې له انساني انواعو بېل په بله نوعه کلام هم پنځولای شي؛ هو دا کار الله کولای شي، اما که له هغه کلام څخه د انسان پوهاوی او په یوه پيغام خبرېدل هدف نه وای، بیا به دغه ډول یو کلام راغلی وای، خو دلته هدف د انسان پوهاوی دی. قران کریم معجر کلام دی، خو داسې معجر نه دی چې له د کلام له دواړو نوعو وتلی دی، بلکې منثور مجعز کلام دی، خلک يې پېژني چې نثر دی، اما د هغه په شان پرمحتوا له بلاغت و فصاحته ډک د بشریت د ګټې لپاره پيغام لرونکی کلام عربانو نه شوای پنځولای، په همدغه ځای کې يې معجز و او دی.
له دې امله باید داسې یو کتاب ورته راشي چې د انسان تر درک لوړ نه وي، په هغه ژبه وي چې انسان په پوهېږي، د ژبې ټول پېژندل شوي اصول يې مرعات کړي وي، خلکو ته يې په املا او انشاء کې ستونزې نه وي چې انساني پوهي ته خنډونه ایجاد کړي. نه يې عقل له فهمه عاجز شي او نه بشري توان د هغه د عملي کولو یا د مفهوم په اخیستلو کې بشر ته منفي ځواب ور کړي.
قران کریم د کلام په دوو نوعو کې کوم یو دی؟ شعر دی که نثر؟ که د قران کریم ایاتونه تلاوت شي په ډېر روښانه ډول ځنې ثابتېږي چې قران کریم منثور کلام دی، د شعر تعریف د هغه پر ایاتونو نه شي صادق کېدلای او ورسره د قران شعر بلل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاعر ګڼل قران کریم رد کړي دي؛ اما د منثور کلام ځانګړتیاوې لري.
ما ته به سوال پيدا وو چې که قران کریم د کلام له دغو دوو نوعو وزي، نو بیا څه شی دی او کوم نوم باید ور کړل شي؟ تر اوسه خو له شعر او نثر پرته د انسان په ژبه کې بله نوعه کلام نه دی راغلی، که د خدای کتاب له دې دواړو ماورا وګڼو بیا به هغې نوعې ته چې قران د کلامي نوعې هماغه ډول دی، څه نوم به ور کوو تر اوسه خو موږ بله نوعه نه ده پېژندلې؟!
جالبه داده چې قران کریم په خپل متن کې هيڅ ځای دا خبره نه ده کړې چې له نثر او شعر پرته د کلام یوه بله نوعه ده، اما انسانانو چې د خدای د کتاب ستروالي ته کتلي، هڅه يې کړې ده چې د انساني کلام له انواعو يې بېل کړي، لکه څنګه چې د دغه کتاب رالېږونکی خالق دی، له بشري ټولنې بهر او لوړ دی، باید کلام يې هم زموږ د کلام له پېژندل شویو انواعو بېل او جلا وي.
خو دې ته فکر نه دی شوی چې دا ادعا يې نه د قران کریم له ایاتونو سره سر خوري او نه هغه هدف بیا تر لاسه کېږي چې دا کتاب يې د تر لاسه کولو لپاره راغلی دی. قران کریم وايي: په څرګنده عربي ژبه نازل شوی دی(شعراء: ۱۹۵) که قران کریم په عربي ژبه وي، باید هغه اصول، ګرامر، اصطلاحات، متلونه، انشاء او املا يې مرعات کړي چې په عربي کې شته، څو عرب په دې کتاب پوه شي، که دا هيڅ مرعات نه شي د قران کریم دغه ادعا چې په واضحه عربي ژبه دی، ناسمه ثابتېږي(العیاذ بالله).
دویمه موخه خلکو ته لار ښوونه او هدایت دی، قران کریم ادعا کوي چې دا کتاب بهترینې لارې ته هدایت کوي(الاسراء: ۹)، که په دې کتاب کې هدایت موجود وي، خو خلک يې له فهمولو عاجزه شي، بیا د دې هدایت رالېږل څه معنا لري؟
له دې امله باید په پرېکنده توګه هغه خبره مردوده وګڼل شي چې قران کریم د کلام له پېژندل شویو انواعو څخه باسي، قران کریم د عربي ژبې منثور کلام دی، په خپل جوړښت کې يې د بلاغت او فصاحت اصولو ته پوره پاملرنه شوې چې عربان يې هم جوړښت ته ګوته په غاښ پاتېږي. پيغام يې له نن څخه نژدې څوارلس نیمه سوه کاله وړاندې یوې غیر متمدنې قبایلي ټولنې ته راغلی دی، چې نن هم د یو معتدل مقدس قانون بڼه لري او لا هم یو نیم میلیارد انسانانو ته هدایت کوي او د شرعي قانون کار ور کوي.
یوه مهمه نکته دا هم ده چې د قران کریم چیلنج په هغه پيغام کې دی چې بشر ته يې د رب له لوري راغلی او دغه پيغام چې کومو الفاظو ادا شوی دی؛ نه یوازې د کلام په الفاظو کې؛ ځکه په الفاظو کې يې د بلاغت او فصاحت په چیلنج یوازې د عربي ژبې څو مخصوص کسان پوهېږي، له دوی ماسیوا نه امي عرب په پوهېږي او نه غیر عرب وګړي، اما پيغام ټول درک کولای شي او اساسي هدف هم د کتابونو له رالېږلو څخه پيغام وي چې په بشري ټولنه کې خلک له تیارو رڼا ته راولي نه الفاظ چې یوازې د یوه قوم له ژبې سره اړه لري.
دا سمه ده چې قران کریم په منثور کلام کې معجز دی، که یو څوک د قران کریم په شان ایاتونه یا سورتونه نه شي جوړولای دا معنا نه لري چې قران کریم منثور نه دی، که قران کریم د شعر او نثر له دوو نوعو بېله بله نوعه شي نو هغو انسانانو ته چې له دې دوو انواعو پرته بله د کلام نوعه نه پېژني چیلنج ور کول معنا نه لري. ځکه چیلنج په هغه شي کې ور کول کېږي چې هغه په پوهېږي، زده يې وي، پېژني يې، اما له دې سره د هغه په شان کار نه شي کولای، قران کریم په واضحه منثوره عربي لیکل شوی دی، اما له دې سره د بلاغت او فصاحت وروستۍ نکتې ته رسېدلی دی چې په دغه برخه کې يې هم عرب چیلنج کړي وو. ځینو کسانو د قران کریم چیلنج د دې دلیل بللی دی چې هغه نه منثور کلام دی او نه منظوم، اما دا خبره سمه نه ده. د شعریت خبره يې قران کریم هم رد کړې ده، خو د نثر په برخه کې قران کریم هيڅ نه دي ویلي، ځکه داسې یو منثور کلام دی چې عرب يې پېژني، که يې پېژندل ورته له وسه وتلي وای، بیا نه چیلنج ګټه در لوده او نه انسان په مکلف و.
قران کریم وايي چې هر قوم ته رسول د هغوی په ژبه د دې لپاره ورغی چې هغوی په پيغام ښه پوه کړي(ابراهيم: ۴)، عرب له شعر او نثر پرته په ژبه کې بله نوعه نه لري، که قران کریم له دې دواړو نوعو بېل وي، یوه درېيمه نوعه وي، چې نوم هم نه لري، نو عرب به څنګه په پوه شي؟ د قران کریم دغه ادعا چې د دوی په ژبه دی او د ښه پوهاوي له امله په دغه ژبه دی، نو دا خو بیا العیاذ بالله ناسمه ثابته شوه؟ که په عربي ژبه وي، ګونګ هم نه وي روښانه وي، راغلی هم د دې لپاره وي چې خلک په پوه شي او بیا بیا يې فکر کولو ته هم رابللي دي چې تاسو په دې قران کې فکر نه کوئ(نساء: ۸۲، محمد: ۲۴)، که قران کریم له نثر او شعر پرته یوه درېيمه نوعه وای، د دغو ډول ایاتونو په ځواب کې ولې عربانو نه ویل چې موږ نه په پوهېږو؟ د روښانه عربي دعوه يې ولې نه ور ردوله چې نه روښانه دی او نه زموږ په پېژندل شویو انواعو کې پر یوه نازل شوی دی؟ د هغه وخت د عربانو چوپوالی خپله دا ثابتوي چې قران کریم په متعرفه منثوره عربي ژبه نازل شوی، ټول ګرامري اصولو يې مرعات کړي، د بلاغت وروستۍ نکتې ته رسېدلی، پيغام يې د بشر لپاره د دنیا او اخرت ګټې لري او په دې هر څه عربان پوهېدل.
۲۰۲۲/۲/۱۷
د نثر او شعر تر منځ د نیمه شعر یا نیمه نثر نوعه په ادبیاتو کی هم مروج دی ، چه هم منظوم وی او هم منثور.
د ادب پوهانو او عربی ژبې په علماو کې مشهوره ده چه قرآن مجید نثر مسجع دی یعنې هغه نثر چه قافیه او وزن لری.