ناشنا
په نړۍ کې د هېوادونو ځواک، د نفوذ ساحه، سیمه یېزې او نړیوالې اړیکې او سیاسي، امنیتي او اقتاصادي لومړیتوبونو تل د بدلون په حال کې وي.هغه هېوادونه چې سېمه یېز او نړیوال حالت تر نږدې څاري او بدلیدونکي وضعیت ته په پام سره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ د خپل بهرني سیاست لیکې د یو خپلواک هېواد په توګه ټاکې کولای شي بدلیدونکی سیمه ییز او نړیوال وضعیت په خپله ګټه وکاروي.
نن د چین او روسیې تر منځ نږدیوالې او د امریکا او غرب پر وړاندې دریدو افغانستان ته هم زرین فرصت ورکوي چې له دغه وضعیت څخه د خپلو خلکو د ګټې لپاره ښه ګټه پورته کړي. په همدې دلیل د افغانستان بهرنی سیاسیت باید د احساساتو پر بنست نه بلکې د ملی ګټو په چوکاټ کې د منطق پر اساس ولاړ وي.
دا چې اسلامې هېوادونه او اسلامې نړۍ پاشل شوې او د اکثریت هېوادونو مشران یې د نورو له اخور واښه خوري، اسلامي هیوادونه د یو بلاک یا ټولي په توګه نه شي را پورته کېدلی. نو افغانستان اړ دی چې د چین او روسیې یا بیا د امریکې او اروپا سره د نږدیوالې په اړه پرېکړې د خپلو ملې ګټو په چوکاټ کې ترسره کړي.
په افغانستان کې ډیری شنونکي او حتی چارواکي په دې اند دي چې د افغانستان لپاره ناپېیلتوب په ګټه دی او د ۱۹۵۰ مو او ۱۹۹۶۰مو کلونو بېلګه راوړي. خو که تیر تاریخ ته ژوره کتنه وشي د وخت چارواکو نه بلکې د وخت زبرځواکونو غوښتي چې افغانستان د یو هایل په توګه تر خپل منځ پرېږدي او تر خپل منځ د بزکشي په لوبه کې یې د مړې اوزې او د سړې او ګرمې جګړې د ډکر په توګه وکاروي.
دا چې امریکا په تیرو ۱۲ میاشتو کې اوښوده چې دوی ته د ۳۵ میلونه افغانانو ژوند او اقتصادي سوکالي د یوې سپږې په اندازه هم ارزښت نه لري او اروپا ته یوازې دا مهمه ده چې افغان کډوال ورنشي، افغانستان کولای شي له چین او روسیې سره خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتې اړیکې په چټکۍ ګرمې کړي. دا به څو ګټې ولري:
۱. امریکا او امریکا ته لکۍ وهونکي هېوادونه به ونتوانیږي چې داعش او ورته ډلې د روسیې او د چین د بې ثباته کولو لپاره د افغانستان په خاوره کې غښتلې کړي او یو ځل بیا افغانستان له چین او روسیې سره د تربګنۍ د پاللو لپاره د زوروهنې د ډکر په توګه وکاروي؛
۲. له چین او منځنۍ اسیا سره لا ژورې تجارتی او اقتاصادي اړیکې به د افغانستان تکیه پر پاکستان او ایران راکمه کړي؛
۳. افغانستان به وتوانېږي چې د چین د تولیدي ځواک او د روسیې او منځنۍ اسیا څخه د انرژي او سوند توکه د ترلاسه کولو له لارې چټکه اقتصادي وده وکړي؛
۴. افغانستان به په سیمه او نړۍ کې د یو خپلواک هېواد په توګه ارزښت او درناوی پیدا کړي؛
۵. افغانستان به د غرب د کپیتلیسټي اقتصاد چې بډای په کې لا بډای کېږي او غریب ورځ تر بلې غریب کېږي نجات پیدا کړي
۶. افغانستان به د هغو غرب پالونکو رهبرانو له شره خلاص شي چې په غاړه کې د غلامۍ د غاړکۍ پر غاړه کولو افتخار کوي؛
۷. افغانستان به د خپلې خاورې خپل اختیار خاوند شي
۸. او بالاخره به افغانستان د یو ګریوان شلیدلي ګدایګر پر ځای د نړۍ په کلي کې د یو باعزته او با غروره هېواد په توګه خپل ځای ومومي.
افغانستان باید له چین او روسیې څخه وغواړي چې تاجکستان او پاکستان ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي، چین او روسیه او د دوی تر نفوذ لاندې هېودونه باید له افغانستان سره ډیپلوماتیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخه کړي، دغه هیوداونه خپل شرکتونه او تجاران وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان ټول ستر ښارونه د منځنۍ اسیا او بیا تر روسیې او چین پورې د ریل ګاډې، برېښنا له مزو او ګاز له نل لیکو سره ونښلوي، په بدل کې به یې افغانستان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دغو هېوادونو د بې ثباتۍ لپاره د اافغانستان خاوره وکاروي، افغانستان به د دغو هېوادونو د پانګه والو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابروي او په لومړي سره کې چین، روسیې او د دوی تر نفوس لاندې هېوادونو ته د متقابل درناوي په چوکاټ کې د بې ویزې تګ راتګ اجازه ورکوي او همدارنګه به د امریکا او اروپا هر ډول نفوذ مخه نیسي.