چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهبحران نړیوله ډله: ۲۳ ميلیونه افغانان شدید فقر ځپلي، تر ۲۰ کلنې...

بحران نړیوله ډله: ۲۳ ميلیونه افغانان شدید فقر ځپلي، تر ۲۰ کلنې جګړې د ډېرو تلفاتو وېره ده

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د بحران نړیوالې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې ۹۷ سلنه افغانان له فقر سره مخ دي او لویدیځ یې باید د ژغورلو لپاره به عاجل ډول د مالي مرستو اقدام وکړي.

دې نړیوال بنسټ په حواله، چې د طالبانو د واکمنۍ په شپږ مياشتينۍ موده کې د شدیدو فقر ځپلو افغانانو کچه ۲۳ میليونو ته رسیدلې ده.

دغه اداره خبرداری ورکوي، چې د فقر دا کچه که ژر یې غم ونه شي، د ۲۰ کلنې جګړې له تلفاتو ژیات خلک وژلی شي.

بحران نړیوالې ډلې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د خوراکي توکيو د بيو بې ساري لوړوالي، د بانکي خدمتونو سقوط او د افغانستان د بانکي زېرمو کنګلیدو ته هم اشاره کړې ده، چې په وینا یې د افغانستان د بشري ناورين د شدت نور عوامل دي او د حل لپاره یې ګامونه ضرور دي.

په وروستيو کې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د څو مرکو په وسيله ورته خبرداری ورکړی.

طالبانو دا ډول تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو یو شمېر شنونکي د دوی د واکمنۍ د لومړیو میاشتو په نسبت د افغانستان په ټپه درېدلی اقتصادي څرخ اوس مخ په حرکت بولي او وايي، چې د فقر د کمولو لپاره اوس طالنانو سره له تعامل پرته بله لاره نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب