Homeخبرونهتاجيکستان: بریښنا شرکت مو ۲۷ ميلیونه ډالره پوروړی دی

تاجيکستان: بریښنا شرکت مو ۲۷ ميلیونه ډالره پوروړی دی

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د تاجيکستان د انرژۍ د ادارې مشر محمد عمر آسو زاده ويلي، چې د افغانستان د برېښنا شرکت یې له هېواد څخه ۲۷ ميلیونه ډالره پوروړی دی.

د هغه په وينا، هېواد یې په پام کې لري، چې په روان میلادي کال کې هر ساعت افغانستان ته يو نيم ميليون کيلو واټه بریښنا ورکړي.

د ده په وينا، دوی به د هر کيلو واټ برېښنا په بدل کې ۴،۶۷ سنټه ډالره له افغانستان څخه تر لاسه کړي.

ویل کیږي، چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه افغانستان له تاجیکستان څخه د بریښنا له اړخه ۲۳ ميلیونه ډالره پوروړی و.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو په واک کې د بریښنا شرکت په دومره موده کې يوازې د شپږ ميليونه ډالرو دغو پورونو په ورکړه بريالی شوی دی.

د ارقامو و مخې، افغانستان د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ۱۶۰۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې د دې اړتيا ۷۰ سلنه له ازبکستان، ترکمنستان، تاجيکستان او ایران څخه تر لاسه کوي او ۳۰ سلنه یې له خپلو داخلي سرچينو تامينيږي.

د افغانستان بریښنا شرکت د تاجیکستاني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...