جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهعمران خان: افغانان هيڅکله پردي حکومت ته غاړه نه ږدي

عمران خان: افغانان هيڅکله پردي حکومت ته غاړه نه ږدي

تاند: ( جمعه ، د دلوې دوه ويشتمه)‏ د پاکستان صدراعظم عمران خان له یوې چینايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي ويلي، چې له لومړي سره یې په افغانستان کې د امريکا د پوځي ناکامۍ وړاندوينه لرله، ځکه امريکايان نه پوهیدل، چې په افغانستان کې يې روښانه هدف څه دی او څه تر لاسه کول غواړي؟

پاکستاني صدراعظم د افغانانو په اړه ویلي، چې هیڅکله د‌ پردو حکومت ته غاړه نه ږدي او هیڅوک پر دوی حکومت نه شي کولای.

نوموړي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموريت بايد د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژل کيدو سره پای ته رسیدلی وای.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا ياد شوی ماموريت په ښکاره، د نوموړي د ځپلو لپاره په افغانستان کې پیل شوی و، خو بن لادن په پاکستان کې پټ و او هملته په يوه مهمه پوځي سيمه کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری امریکایي او افغان سیاستوال په افغانستان کې د امريکا د پوځي ماموريت د ناکامۍ اصلي دلیل د پاکستان دوه ګونی رول یادوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...