سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهانسان تښونکو د غزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس وژلی

انسان تښونکو د غزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس وژلی

تاند: ( جمعه ، د دلوې دوه ويشتمه)‏ ‏‏د غزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس سيد آصف هاشمي، چې انسان تښونکو ورسره تښتولی و، وژل شوی او جسد یې پرون موندل شوی.

نوموړی شاوخوا درې مياشتې مخکې له غزني ښار څخه تښتول شوی و، چې پرون یې په ده یک ولسوالۍ کې جسد پيدا شو.

هاشمي په غزني کې له مشهورو ديني عالمانو څخه و او د ديني څېړنو یو شمېر کتابونه يې چاپ شوي وو.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو د نوموړي د تښتولو او وژلو پر دوی اچولې، خو طالبان داسې تورونه بې بنسټه ګڼي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي، چې تر ډېره تښتول شوي کسان بیرته خوشې شوي او يو شمېر یې د تښتونکو له لوري د پیسو ترلاسه کولو باوجود وژل شوي.

1 COMMENT

  1. نور څوک داسی کار ته زړه نشی ښه کوالی همدا سپګین طالبان چی له قاچاقبرانو او انسان تښتوونکو سره لاس لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب