Homeخبرونهد ط د کابینې پریکړه، والیان ولایتي ريیسان نه شي ګوښه کولای

د ط د کابینې پریکړه، والیان ولایتي ريیسان نه شي ګوښه کولای

تاند: ( جمعه ، د دلوې دوه ويشتمه)‏ د طالبانو د حکومت د چارو ادارې ويلي، چې د طالبانو کابینې د والیانو له لوري د ولایتي رئیسانو د نه ګوښه کیدو په اړه پریکړه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې واليان حق نه لري، چې ولایتي رئیسان له خپلو دندو څخه ګوښه کړي.

ويل شوي، چې په دې اړه د طالبانو والیانو ته مکتوبونه استول شوي، چې له موجه دلايلو پرته خپل ولایتي رئیسان له دندو نه شي ګوښه کولای.

ويل شوي، چې په تازه پریکړه کې د ولايتي رئيسانو د ټاکلو لپاره د والیانو موافقه حتمي نه ده ګرځول شوې.

دا پریکړه په داسې مهال شوې، چې په وروستيو کې له یو شمېر ولایتونو څخه د والیانو او ولايتي رييسانو د اختلافاتو خبرونه ورکړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...